سید محمد بن احمد بن علي دهلوي یا سید محمد نظام الدین اولیا په ۶۳۳هـ ق کال کې په هند کې زېږېدلی دی. دی په شاه نظام الدین اولیا، شیخ نظام الدین اولیا، شاه نظام اولیا، نظام دهلوي، نظام الدین دهلوي او نورو نومونو مشهور دی. نوموړی په هند کې په اتمه پېړۍ کې لوی عارف او صوفي تېر شوی دی. د چشتیه طریقې مهم لاروی او په هند کې د بشردوستۍ سمبول او د درناوي وړ شخصیت دی. دهلوي په چشتیه طریقه کې د خواجه معین الدین چشتي څلورم خلیفه یا ځای ناستی و.
پلار یې د بخارا و. په هند کې د اسیايي پادشاهانو له واکمنیو سره سم یې هند ته مهاجرت کړی و او په لاهور کې اوسېده. له لاهور داتراپردېش ایالت بدیوان نومې سیمې ته کډه کوي. دا ځای د ډيلي په ختیځ کې پروت دی. نظام الدین هم په همدې سیمه کې زېږېدلی دی. دی پنځه کلن و چې پلار ې ومړ. او مور یې بي بي زلیخا د ده پالنه او روزنه په یوازې ځان کوله. هغه یوه پرهېزکاره، با دیانته او زاهده ښځه وه. د زوی په روزنه او تربیه کې یې خورا ډېره هڅه وکړه. نظام الدین په بدیوان کې زده کړې پیل کړې او د مور تر څارنې او روزنې لاندې و. د هغه وخت مروج علوم یې همدلته له ابتدايي زده کړو پیل کړل. لږ موده چې تېره شوه، د علم د زده کړې په موخه یې له مور سره یو ځای ډيلي ته لاړ. د نظام الدین د ژوند په اړه ډېر معلومات په آیین اکبري کې راغلي دي. دا کتاب د مغلو د دربار وتلي لیکوال او مورخ ابوالفضل علامي لیکلی دی. دی د اکبر پادشا وزیر هم و او په ۱۶مه پېړۍ کې یې دغه کتاب لیکلی دی.
خواجه نظام الدین له تصوف او دیني علومو سره مینه لرله. یوه شپه د ډيلي په جامع جومات کې و چې د موذن له خولې د یوه آیت له اورېدو وروسته یې په زړه کې لیونۍ مینه پیدا شوه. له همدې ځایه په تصوف او صوفیانو پسې روان شو. له هغه ځایه لاړ د شیخ فریدالدین شکرګنج دربار ته ورغئ. له دې وروسته هم له شیخ فرید سره و او هم یې د چشتیه طریقې له نورو صوفیانو لکه قطب الدین بختیار کاکي، معین الدین چشتي او نورو زده کړې پيل کړې او د چشتیه طریقې او تصوف په رموزو یې ځان پوه کړ. اوږده موده یې زده کړو ته ادامه ورکړه. دی همدلته تر زده کړو وروسته د نورو تصوفي مشرانو له لوري د ارشاد مرحلې ته ورسېد. بیا دی هم د چشتیانو له لوري وګومارل شو او په دې لار کې تر ریاضت وروسته يې ډېر پیروان او مریدان پیدا کړل. سلګونو کسانو یې لار تعقیب کړه او د ده افکارو ته یې درناوی درلود.
نظام الدین اولیا یتم و، اقتصادي وضعیت یې ښه نه و، په لومړي سر کې له بېوزلۍ سره مخ و. ده هېڅ وخت له هېچا هېڅ نه اخيستل. تر لږ مودې وروسته په هند کې مشهور صوفي شو او زرګونه مینه وال یې پیدا کړل. د هند په تېره د ډيلي له ګوټ ګوټ د مسلمانانو مشران او آمران پرې را مات شول. د اسلامي نړۍ پادشاهانو له ده د لیدنې غوښتنه کوله. له دې ډلې سلطان جلال الدین غلجي له ده وغوښتل چې ورسره وویني او د ده د ملګرو او دربار ډېر قدر یې کاوه.
نظام الدین اولیا د چشتیه طریقې پیرو و او په دې طریقه کې عشق او محبت خدای ته د رسېدو لار ګڼل کېده. خواجه نظام الدین هم د خپلو استادانو په څېر په دې باوري و چې د مینې او محبت له لارې خدای ته رسېدلی شي. هغه له بشریت او انسانیت سره مینه له خدای سره د مینې لپاره غوره لار ګڼله. دی ځکه په هند کې ډېر شهرت او ملاتړي لري چې فکر یې پر انسان دوستۍ ولاړ و. ټولو مذاهبو ته یې درناوی درلود، له همدې امله د ټولو مذهبونو خلک ده ته راتلل. هغه د نړۍ او انساني ټولنو په اړه ځانګړی لیدلوری درلود. د هند په کثرتي ټولنه کې یې د مذهبونو کثرت ته هم درناوی درلود. د هند تاریخ لیکوال وایي چې د نظام الدین انساني چلند په نوي ډيلي کې یو ځانګړی زغم او مینه رامنځ ته کړ. د نوموړي دغه کړنې د دې سبب شوې چې د ډيلي د خلکو لیدلوری ورسره بدل شو. همدا راز په مسلمانانو کې یې هم دا لیدلوری رامنځ ته کړ چې د ډېرو دنیوي مسایلو پر ځای دې د عرفان لور ته مخه کړي. خلک یې وهڅول چې عبادت وکړي او د مادیاتو پر ځای تر ډېره معنویاتو ته پام وکړي او په دې توګه خپل شخصیت او کورنیو ته رښتینې او بنسټیزه وده ورکړي.
د نظام الدین اولیا تر ټولو مهمه ځانګړنه دا وه چې د اسلامي فرهنګ او معارف په پراختیا او خپرولو کې یې مهم رول درلود. ده نه یوازې پخپله په دې برخه کې هڅه کوله، بلکې خپل خلفا، ملګري او مریدان یې هم دې ته هڅول چې د اسلامي فرهنګ په خپرولو کې هڅه وکړي. د هند په بېلو برخو کې یې تصوف او اسلامي معارف خپور کړ. خپل خلفا به یې لیږل، شاګردان به یې روزل او هغه به یې خپلو سیمو ته د اسلامي فرهنګ د خپرولو په موخه لېږل. د دې تر څنګ د تاریخ لیکوالانو او د ده پیروانو د نظام الدین اولیا ډېر کرامتونه هم ذکر کړي دي او د ده ستاینه یې کړې ده. خواجه نظام الدین اولیا سره له دې چې یو متصوف شخصیت و، لیکوال او د دیني متونو تنظیموونکی هم و. فواید الفواد، راحت المحبین، افضل الفواد او سیرالاولیا یې مهم کتابونه دي. د خواجه نظام الدین فواید الفواد کتاب امیر حسن سجزي چې د هند په سعدي هم مشهور دی، راټول کړی دی. په دغه کتاب کې یې د چشتیه طریقې د مهمو علماوو او مخکښانو ژوند لیکونه راټول کړي دي. دا د چشتیې طریقې د تاریخ او پېژندګلوۍ په اړه مهم کتاب ګڼل کېږي.
د نظام الدین په مریدانو او شاګردانو کې د هغه وخت مشهور شاعران او لیکوالان راټول شوي وو. امیر حسن دهلوي او د فارسي ژبې مشهور شاعر امیر خسرو دهلوي هم د نظام الدین له مریدانو وو، چې د ده په ستاینه کې یې شعرونه هم ویلي دي. د ده شاګردانو او خلفاوو هر یوه په یوه سیمه کې فعالیت پيل کړی و او شاګردان یې روزل. یو شاګرد یې خواجه نصرالدین په ګجرات او پنجاب کې خورا مشهور و او ډېر مذهبي تاثرات یې له ځانه په میراث پرې اېښي وو. بل شاګرد یې سراج الدین په بنګاله، بيهار او اسام کې د اسلامي متونو او ارشاداتو به تدریس بوخت و او سلګونه شاګردان یې روزل. بل شاګرد یې برهان الدین په دکن او د هندوستان په مرکزي سیمو کې خلکو ته د تصوف او اسلامي فرهنګ تدریس کاوه.
نظام الدین اولیا واده نه و کړی، خو د جمال الدین په نامه یې یو ورور درلود. ده د هغه زوی ته د خپل زوی په سترګه کتل او د ورور تر مړینې وروسته یې د ده سخته پالنه کوله. دی یې په زده کړو کې بوخت ساته او تربیې ته یې ځانګړې پاملرنه کوله. لرې لرې سیمو او مشهورو دیني علماوو ته یې په زده کړو پسې ور ولېږه. دی لوی شو او واده یې وکړ، بیا په بیهار کې د چشتیه طریقې ستر خلیفه و. لمسیانو او کړوسیانو یې تر ډېره د ده لار پاللـه او سلګونه مریدان او پیروان یې لرل. ویل کېږي چې ده د چشتیه طریقه خورا پراخه کړه او لسګونه کسان یې د هند په بېلو برخو کې د دغه طریقې د پراختیا لپاره وګومارل. معلومات ښيي چې د کورنۍ سلسله یې لا هم په بیهار کې ژوند کوي او په هند کې له درناوي برخمن خلک دي.
خواجه نظام الدین اولیا اوولس کلن و چې په تصوف او عرفان پسې ووت. ده له لومړي سره له انسان او انسانیت سره مینه لرله او مور یې دی له تاوتریخوالي او جګړو لرې لوی کړی و. د مور هیله یې هم دا وه چې دی باید ستر عالم شي. نظام الدین د تصوف او صوفیزم پر تیوري دومره ټینګار نه کاوه، بلکې پر دې یې ټینګار کاوه چې انسان عملا باید ځان سپېڅلی کړي. د حق لار وپلټي له دنیوي شخړو او ناندریو لرې شي او انساني کرامت ته د زړه له تله درناوی ولري. همدا لامل و چې د نظام الدین تګلارې دومره ملاتړي او پلویان پیدا کړل. له بلې خوا چشتیه طریقې په هند کې له لومړي سره هم په تر نورو تصوفي طریقو ډېر پلویان لرل؛ ځکه د دې طریقې تګلاره بېله وه او د هند د خلکو له طبعي عادتونو او خصلتونو سره یې ورته والی درلود. چشتیه طریقې ان د مغولو پادشاهانو دربارونو ته لار موندلې وه، له خلفاوو به مشوره اخیستل کېده او په مهمو مجلسونو کې به د دوی استازي حاضر وو.
بالاخره د هند پر ځمکه دغه ستر سني مذهبه صوفي او عارف د ۱۳۲۵ میلادي کال د اپرېل په درېیمه ومړ. د ده مزار د ډيلي په درګاه نومې سیمه کې خورا مشهور دی. هر کال زرګونه کسان يې زيارت ته ورځي، په کال کې یوه ورځ د ده لپاره ځانګړي مراسم جوړېږي او زرګونه خلک پکې ګډون کوي. له ده سره په دې سیمه کې مشهور نور شخصیتونه هم خاورو ته سپارل شوي دي او د خلکو له درناوی برخمن دي.