د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشتې ارزوي. د امریکا ددفاع وزارت سرچینو رسنیو ته ویلي چې دغه وزارت یو بې طرفه پلاوی ګومارلی دی څو د دوحې له هوکړې وروسته بیا د تخلیې تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې د پنټاګون ماموریت وارزوي.
سرچینه وایي چې تر ټولو ډېر تمرکز به د تخلیې ماموریت پر څرنګوالي وي. د امریکا پر دفاع وزارت سختې نیوکې دي چې په وروستیو میاشتو کې یې په افغانستان کې ماموریت خورا کمزوری او د پوښتنې وړ و.
د امریکا د کانګریس غړو هم په وروستیو کې د داسې کمېټو د جوړولو خبر ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د امریکا ټول شل کلن ماموریت ارزوي او د ارزونو له پایلو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخلي. دوی ویلي چې په دې ماموریت کې پړه امریکایي چارواکي به ارو مرو خپله سزا ویني.