په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت له لوړېدو سره سم، په بازارونو کې د توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې. آن ځینو پلورونکو د اوړو، وریجو او ځینو نورو توکو له پلورلو ډډه وکړه. که څه هم د افغانیو ارزښت څه نا څه وساتل شو، اوس په دې ورځو کې یو ډالر شاوخوا سل افغانۍ کېږي، خو په بازارونو کې نرخونه لا هم لوړ دي چې ډېری خلک له دې کبله شکایت کوي.
هر ځل چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې را غورځي، نو ورسره په بازارونو کې بیې لوړېږي. ښايي دا یو څه طبيعي وي، ځکه چې افغان سوداګر توکي په بهر کې په ډالرو او نورو بهرنیو اسعارو اخلي، کله چې افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې را لوېږي، نو نرخونه ورسره پورته کېږي. خو دلته څو ستونزې شته: لومړۍ دا چې کله افغانۍ را لوېږي، سوداګر او پلورونکي ورسره سم د توکو بیې لوړوي، په داسې حال کې چې دوی دا توکي په هغه وخت کې پېرلي وي چې افغانۍ نه وه را لوېدلې. کله چې افغانۍ بېرته لوړه شي، نو سوداګر او پلورونکي توکي نه ارزانه کوي او استدلال یې دا وي چې دوی دا توکي هغه وخت پېرلي چې د افغانۍ را لوېدلې وه. دویمه ستونزه دا ده چې که ډالرو او نور بهرني اسعار د افغانیو پر وړاندې لس سلنه لوړیږي، نو د توکو په بیو کې د لس سلنې لوړوالي پر ځای شل، دېرش او آن څلوېښت سلنه لوړوالی راځي. کله چې افغانۍ بیا د بهرنیو اسعارو پر وړاندې بېرته لوړه شي، بیا سوداګرو د توکو بیې هغسې نه را ټیټوي، لکه پورته کړې یې چې وې. ددې تر څنګ په بارازونو کې احتکار او ګڼې نورې ستونزې هم شته.
د افغانۍ د ارزښت لپاره د اسلامي امارت وروستۍ هڅې د ستایلو دي او تمه ده چې دا هڅې د منظمو پلانونو پر اساس دوامداره پاتې شي. خو ددې تر څنګ باید د نرخونو د کنټرول لپاره هم منظم کار وشي. باید پرې نښودل شي چې سوداګر او پلورونکي د توکو بیې هغسې لوړې کړي چې د دوی زړه یې غواړي. د یو منظم پروګرام له لارې بیې باید کنټرول شي، که بهرني اسعار د افغانیو پر وړاندې لس سلنه لوړ شوي وي، نو د هغو توکو په بیو کې باید د لس سلنې لوړوالي اجازه وي چې له بهره راځي. همداسې که د افغانۍ ارزښت لس سلنه لوړ شي، باید د توکو بیې لس سلنه را ټیټې شي. له بده مرغه اوس په دې برخه کې ډېرې خپلسرۍ شته او ډېر سوداګر او پلورونکي له دې حالته ناوړه ګټه پورته کوي. د اسلامي امارت ښاروالۍ او نور اړوند اورګانونه باید د بیو د کنټرول لپاره منظم پروګرامونه ولري او پرې نه ږدي چې دا غریب ولس لا زیات وځپل شي. یوه ښه لاره دا هم ده چې دولت ځیني لومړني توکي واردولی هم شي او آن د ځینو مهمو لومړنیو توکو واردول انحصاري کولی هم شي چې دا به د توکو د بیو په کنټرول کې اساسي رول ولري.