ښايي امریکا په کابل کې د خپل سفارت له پرانیستلو ډډه وکړي. د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې پخواني مشر دیوید پتریوس په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا او طا لبان په خپلو کې یوه هوکړه لري چې په هغه کې مهم شرطونه راغلي دي خو داسې ښکاري چې طا لبان دغه شرطونو ته ژمن نه دي. دده په وینا د ښځو د امنیت تامین، زده کړو ته د دوی پرېښودل، د کار زمینه برابرول او د بشري حقونو رعایت کول تر ټولو مهم شرطونه دي. پتریوس وایي له لومړي سره دا ممکنه نه ده، چې متحده ایالت دې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او بیا که دا کار و هم شي، سره له دې به هم امریکا خپل سفارت په کابل کې نه پرانیزي. پتریوس دغه راز وایي چې دمګړی طا لبان مهم تجهیزات او وسلې په واک کې لري، خو که احتیاط و نه شي، په راتلونکو میاشتو کې یې د خرابېدو امکان شته، چې د پرزو او امکاناتو د نشته والي له امله ښایي له کاره ولوېږي.