د افغانستان ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر ویلي چې دوی د خپل مسوولیت له مخې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکوي. نوموړي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره په لیدنه کې ویلي چې زده کړې د نجونو حق دی او دوی مسوول دي چې هغوی ته د زده کړو زمینه برابره کړي نه دا چې د بهرنیو فشارونو له امله به هغوی ته ښوونځیو ته د تګ زمینه برابروي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته ټول دولتي ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ تړل شوي دي خو لوړو زده کړو وزارت ویلي چې دا چاره د اقتصادي ستونزو له امله ځنډېدلې ده نه دا چې دوی هغوی ته د زده کړو حق او اجازه نه ورکوي.