طالبانو د لومړي ځل لپاره هند ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان د جوړولو لپاره ددغه هېواد له هڅو ملاتړ کوي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین له یوې هندي رسنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي دوی له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړي. دده په خبره په افغانستان کې د هند له هغو ټولو هڅو ملاتړ کوي چې د بیا رغونې او پرمختګ لپاره ترسره کېږي. د شاهین په وینا افغانستان بیا رغونې ته اړتیا لري او طالبان دې ته تیار دي چې د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته په افغانستان کې د هند له لوري د بیا رغونې له فعالیتونو ملاتړ وکړي. طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې هند د طالبانو په تړاو اندېښنه لري او دغه اندېښنه یې له امریکا سره هم شریکه کړې ده. امریکا ویلي هند ته په کار ده چې خپلې ټولې پوښتنې له طالبانو سره په مخامخ مذاکراتو کې مطرح کړي.