حکومتي چارواکي وايي چې په ۲۸ نورو ولایتونو کې مو هم د وچې ډودۍ د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دوی په وینا چې دا پروګرام به د روژې تر پایه دوام وکړي او هره ورځ به پر لسګونو زرو کورنیو باندې دا ډودۍ وېشل کېږي. حکومتي چارواکي وايي چې سیمه ییز چارواکي او دیني عالمان به دې وچې ډوډۍ د وېش څارنه کوي.
د وچې ډوډۍ پر وېش له دوو اړخونو نیوکې دي؛ لومړی دا چې ډوډۍ د وېش په میکانېزم کې ستونزې دي. په دغه پروسه کې پراخ فساد، خپلوي پالنه او تبعیضي چلند کېږي. په ځینو سیمو کې مسوولینو خپل خپلوان په لېست کې نیولي او مستحقین یې پرې اېېښي دي. په دې اړه دېر اعتراضونه او نیوکې شته. له همدې امله پرون په غور کې لاریون وشو چې پکې مرګ ژوبله هم رامنځ ته شوه. په وېش کې نورې ستونزې هم شته، مثلاً ډوډۍ په دې روژه کې سهار وختي پخېږي، بیا وېشل کېږي او ماښام چې په روژه ماتي باید وخوړل شي، نو ډوډۍ شخه او سخته شوې وي. د دې تر څنګ د ډوډۍ د وېش پر مهال ډېره ګڼه ګوڼه وي، چې دا خپله د کرونا ویروس خپرېدو ته لاره هواروي. په ځینو کلیوالي سیمو کې چې بیا نانوايۍ نشته، هلته دا پروسه نشته او یا یې هم پیسې اخیستل کېږي او سیمه ییز مسوولین یې په خپلو جیبونو کې اچوي او غریبانو ته نه رسیږي. د وچې ډوډۍ په وېش کې له بله اړخه اساسي ستونزه دا ده چې بې وزله خلک یوازې وچې ډوډۍ ته اړتیا نه لري، بلکې نورې مهمې او حیاتي اړتیاوې هم لري. له همدې امله پکار وه چې پر وچه ډوډۍ لګول کېدونکي پیسې غریبانو ته ورکړل شوې وی. دې چارې به دوې ګټې درلودې؛ یوه دا چې بې وزلو کسانو به دا مرستې د خپلو اړتیاوو پر اساس لګولې وی او بل دا چې که هغوی وچې ډوډۍ ته هم اړتیا لرلی، د اوس په پرتله به ورته ارزانه وه. مثلاً که یوې بې وزلې کورنۍ ته د لسو وچو ډوډیو پر ځای سل افغانۍ ورکړل شوې وی، نو هغوی په پنځوسو افغانیو د خپلې وچې ډوډۍ ستونزه حل کولی شوی او پر پاتې نورو پنځوسو افغانیو یې خپلې نورې ستونزې حل کوی شوی. اوس دا مرستې له یوه اړخه د فساد له امله ضایع کېږي او بله اړخه د پیسو یوه لویه برخه د بې وزلو پر ځای نانوایانو او نورو اړوندو برخو ته ځي. یوازې یوه برخه یې تر بې وزلو کورنیو پورې رسیږي.
اوس خو دا پروګرام پیل شوی او دوې اونۍ نور به دوام کوي، نو پکار ده چې د څارنې مسئله یې جدي وګڼل شي. په دې برخه کې د مفسدینو پر ضد باید په شدت سره مبارزه وشي. هڅه باید وشي چې رښتینو اړمنو ته مرسته ورسیږي او د هغو کسانو مخه ونیول شي چې مستحق نه دي. د دې تر څنګ پر نانوايي ګانو او سیمه ییزو مسوولینو هم باید نظارت وشي؛ ځکه له دوی څخه هم شکایتونه شته. دغه راز ټولې هلې ځلې باید وشي چې دا پروسه هم په ښه ډول عملي شي.