اسلو ته د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د تللي پلاوي غړي انس حقاني ویلي چې د ناروې سفر یې له لاسته راوړنو ډک و. هغه زیاته کړې ده چې د دې سفر په لړ کې یې د ګڼو هېوادونو له استازو او افغانانو سره ګټورې لیدنې لرلې دي. نوموړي د دې سفر د پایلو په اړه ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه سفر اغېز روښانه شي. د یادونې ده چې په اسلو کې د ناروې په نوښت جوړه شوې غونډه کې د امریکا په ګډون د یو شمېر نورو غربي هېوادونو استازو هم برخه اخیستې وه، له افغانستان سره یې د مرستې پر لارو چارو خبرې کړې او دغه راز د همکارۍ ژمنه یې کړې ده، خو د غونډې کوربه هېواد ناروې ویلي چې دا ناسته د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندنې په مانا نه وه.