د کرنې وزارت چارواکي وایي، په فراه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو د پلي کېدو چارې په دغه ولایت کې د لومړنۍ ممیزخونې د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پیل شوې.
چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې به د یاد پروګرام له مخې، سلګونه سړې خونې، ممیز خونې او د پیازو او کچالیو د ساتلو زرګونه زېرمتونه جوړ شي.
د فراه ولایت بڼوالو او بزګرانو هم د دغو پروژو په پلي د خوښۍ ترڅنګ وایي چې په دې سره به یې د کاروبار په پراختیا او د اقتصادي ودې په برخه کې مثبت بدلونونه راشي.
د یادونې ده چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې پروژې چې پلي کېږي، د بڼوالو او بزګرانو ملکیت دی. چارواکي وايي، هغه بڼوال او بزګر چې غواړي یاد بنسټونه ورته جوړ شي، یوازې د جوړولو ۱۰ سلنه لګښت یې ورکوي او پاتې ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت ورکوي.