په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر نږدې څلور نیمو زرو ته ورسېد او پرون د عامې روغتیا وزارت وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. اټکل دی چې تر دې بېخي ډېر خلک به پر کرونا اخته وي چې یا خو روغتونو ته نه ورځي او یا هم روغتونونه د ظرفیت د نشتوالي له امله پر وخت د هغوی معاینه نه شي کولی. چارواکي وايي چې ثبت شوې شمېرې ښيي چې ۱۲۰ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي هم دي.
عامي روغتیا وزارت لا هم خطر جدي ګڼي، د کرنتین د دوام او ټینګولو غوښتنه کوي او وايي چې که حالت همداسې دوام وکړي، فاجعه به رامنځ ته شي. د عامي روغتیا وزرات له دغو خبرداریو سره سره، تر اوسه پورې کرنتین یا له منځه ځي او یا هم کمزوری شوی دی. په کندوز، ننګرهار او بلخ کې کرنتین مات شوی، خو په کابل او ځینو نورو ښارونو کې یوازې د کرنتین نوم پاتې دی. یوازې رسمی رخصتي شته، خو په عملي ژوند کې خلک په بازارونو او د ګڼې ګوڼې په ډکو سیمو کې ګرځي. یوه برخه خلک به داسې وي چې اړ وي، د باندې ووځي او کاروبار وکړي، خو ډېری داسې کسان هم کرنتین ماتوي او د باندې ګرځي، چې جدي اړتیا نه لري. له همدې امله کرنتین مات شوی. داسې ښکاري چې حکومت هم نور نه غواړي کرنتین دوام وکړي، پر دې اساس یې قیودات کم کړي او پرېږدي چې خلک ازاد وګرځي.
کرنتین له یوه اړخه بې مانا شوی او د کرونا په مخنیوي کې کوم رول نه لري او له بله اړخه یې کاروبار خراب کړی چې له امله یې هره ورځ زموږ اقتصاد خرابیږي. د سوداګرۍ خونو مسوولین وايي چې په تېرو دوو میاشتو کې د کرنتین له امله خصوصي سکټور او د افغانستان اقتصاد ته تر یو نیم میلیارد ډالرو زیان رسېدلی دی. اوس که حالت همداسې دوام وکړي، کرونا به همداسې خپرېږي او ورسره به زموږ اقتصاد هم له پښو غورځیږي. پکار ده چې حکومت په دې برخه کې ناغېړي ونه کړي. یا خو دې کرنتین سم عملي کړي، په ګرځېدو دې سم بندیز ولګوي او له جدي اړتیا پرته دې هېڅ د ګرځېدو اجازه نه ورکوي، څو د کرونا په مخنیوي کې اغېزناک ثابت شي. یا دې هم کرنتین مات کړي، رخصتي دې ختمه کړي او کاروبار ته دې اجازه ورکړي. البته د کرنتین له ماتولو سره سره دې د تدابیرو مسئله جدي وګڼي. یعنې هم باید کاروبار روان وي، څو اقتصادي څرخ بېرته وګرځي او کاروبار پیل شي او هم دې خلک له کار سره یو ځای شونی تدابیر مراعات کړي. په دې سره به زموږ یوه ستونزه حل شوې وي. اوس خو نه د کرونا سمه مخه نیول کېږي او نه هم کرنتین یو مخ ماتیږي چې کاروبار پیل شي او ژوند روان شي.
په دې برخه کې د دولت بې تفاوتي او بې مانا تګلارې د خلکو ستونزو زیاتوي. حکومت باید ژر تر ژره یا ګرځبندیز او کرنیتن سم عملي کړي او یا دې هم خلکو ته یو مخ اجازه ورکړي چې کاروبار پیل کړي او اقتصادي څرخ بېرته فعال کړي.