د اسلامي امارت چارواکي پرله پسې په بهر کې له مېشتو افغانانو غواړي چې هېواد ته راشي او دلته خپلو خلکو ته خدمت وکړي. دوی پانګهوالو، تخنیکي او مسلکي افغانانو، پخوانیو مامورینو او چارواکو او ټولو افغانانو ته ډاډ ورکوي چې که هېواد ته را وګرځي، نو هېڅوک به ورسره ناوړه چلند ونه کړي او دلته به یې امنیت خوندي وي. له دې سره ځیني افغانان بېرته هېواد ته هم راستانه شوي دي. له هغه وروسته چې د اشرف غني د دفتر پخوانی رییس سلام رحیمي کابل ته راغی او دلته یې د اسلامي امارت له چارواکو سره وکتل، داسې اوازې خپرې شوې چې اشرف غني هم هېواد ته را ستنیږي. په دې اړه په رسنیو کې ضد او نقیض خبرونه خپاره شول او لا هم په دې اړه خبرونه خپرېږي. رښتیا اشرف غني هېواد ته راځي، اړتیا ورته شته او راتګ یې ګټه لري؟
افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او دلته هر افغان د ژوند، کار او فعالیت حق لري. له همدې کبله له افغانستان څخه ټول وتلي افغانان کولی شي هېواد ته را ستانه شي او دلته به یې هرکلی هم وشي. له شک پرته چې افغانستان تر بل هر وخت اوس دې ته اړتیا لري چې له افغانستان څخه تللي پانګهوال، لوستي، پوه او مسلکي ځوانان، سیاستوال او نور عام افغانان بېرته ورته را وګرځي او دلته کار او خدمت وکړي. نه یوازې اوس ورته ډېره اړتیا ده، بلکې د خدمت او کار زمینه هم تر پخوا ډېره ښه برابره شوې ده. په ټول هېواد کې امنیت دی، جګړه نشته، د قدرت جزیرې ختمې شوې دي او افغانستان اوس یو واحد حکومت لري. دا سمه ده چې ځیني ستونزې او محدودیتونه شته، خو دا د رښتینو افغانانو د خدمت او فعالیت خنډ نه شي کېدلی. داسې ښکاري چې په بهر کې مېشت هغه افغانان چې غواړي افغانستان ته خدمت وکړي، ورو ورو دا اړتیا او فرصت درک کوي او افغانستان ته را ګرځي چې پکار ده د دولت او ولس له خوا یې هرکلی وشي او د ستونزو په حل کې ورسره پوره مرسته وشي.
افغانستان ته د راتګ په دغو هڅو کې د اشرف غني د راتګ خبرې هم کېږي، خو داسې ښکاري چې دا خبرې د بلې موخې لپاره دي او واقعیت نه لري. د اشرف غني تېر حکومت، د هغه خیانتونو، فساد، د سولې پر وړاندې د هغه خنډ جوړولو او د جګړې د دوام لپاره د هغه هڅو وښوده چې هغه له افغانستان او افغانانو سره دښمني لري او د پردیو یو ماموریت یې مخ ته یووړ چې د سولې پروسه یې تخریب کړه. اشرف غني نه افغانستان ته خدمت کړی، نه یې له دې وروسته کوي او نه هم ورته په افغانستان کې اړتیا شته. د هغه د راتګ خبرونه د افغانانو پر زخمونو د مالګې شیندلو په مانا دي او نورې سیاسي موخې لري.
د افغانستان خلک هېواد ته د هر افغان د راتګ ملاتړ او هرکلی کوي او اسلامي امارت ته هم پکار ده چې په دې برخه کې ډېرې هڅې وکړي، خو هغه محدود کسان چې پرله پسې یې خیانتونه کړي او له دې وروسته هم ترې له خیانت پرته د بل څه تمه نه شي کېدلی، ښه ده چې له هېواده بهر وي، څو یې دا مظلوم ولس له شر څخه په امن وي.