د اسیا پراختیايي بانک وايي دوی له افغانستان سره د کرونا ویروس پر ضد روانه مبارزه کې همکاري کوي. ددغه بانک رییس له ولسمشر غني سره په خبرو کې ویلي چې کرونا ټوله نړۍ له ګواښ سره مخ کړې ده او دوی هڅه کوي له افغانستان سره ددغه وبا په مخنیوي کې مالي مرستې وکړي. د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د ۴۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده او په خبره یې له کرونا سره د مبارزې لپاره لا ډېرو مرستو ته تیار دي. ولسمشر غني هم ددغه بانک له دایمي همکاریو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې دغه نړیواله وبا د یو بل په همکارۍ د ځمکې له مخ ورکه کړل شي.