د هرات او نیمروز ولایتونو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د ورځې شاوخوا درې زره افغانان د اوزګارۍ له امله ایران ته ځي. د چارواکو په وینا، دا کسان په قانوني ډول د هرات او نیمروز له لارې ایران ته اوړي خو یو شمېر نور بیا له قاچاقي لارو څخه هم ایران ته ځي. د اسلام کلا کمیساري ویلي، هغه کسان چې په قانوني ډول ایران ته اوړي، له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ پورې کسان دي او هغه کسان چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راځي، شمېر یې شاوخوا زر کسانو ته رسېږي. په همدې حال کې د نیمروز سرحدي کمیسار محمد هاشم حنظله هم وایي چې د چهار شنبې په ورځ په قانوني ډول له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې کسان ایران ته اوښتي دي. ایران ته تلونکو کسانو رسنیو ته ویلي چې په هېواد کې د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله یاد هېواد ته ځي، څو خپلې کورنۍ ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.