د افغانستان د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې د لاسلیک دوه کلونه پرون پوره شول، خو لا هم پر دې بحث دی چې دا هوکړه باید پوره عملي شي. دغه هوکړه دوه کاله وړاندې له اوږدو خبرو وروسته د افغانستان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلېزاد او د قطر دفتر د مشر ملا برادر له خوا لاسلیک شوه. اسلامي امارت هغه وخت دا لویه بریا ګڼله، امریکا هم دې هوکړې ته د یو داسې لاسته راوړنې په سترګه کتل چې دوی ته له یوې اوږدې جګړې د خپلو ځواکونو د وتلو زمینه برابروي. په کابل کې واکمنو که څه هم د امریکا له ویرې ښکاره مخالفت نشو کولای، خو له پیله یې پښې لړزېدلې وې او خپله واکمني یې مخ پر زوال ګڼلې وه.
د دوحې هوکړې افغانستان ته څه ورکړل او ایا اوس یې هم د ناعملي شوو برخو د عملي کېدو بحث سم او ګټور دی؟
د دوحې هوکړې که څه هم امریکا ته زمینه برابره کړه چې له لا زیاتې شرموونکې ماتې وژغورل شي، له بله اړخه یې په افغانستان کې د اوږدې جګړې د پای هیلې پیدا کړې. د امریکا او امارت ترمنځ هوکړه ددې لپاره یو مهم پرمختګ و، خو په کابل کې چارواکو دا چاره له سره پر خپل زیان ګڼله او د سولې پر ځای یې تر ډېره د خپل واک پر تدوام او یا هم پر داسې خبرو ټینګار کاوه چې دوی ته په یو ډول په واک کې د پاتې کېدو زمینه برابره کړي. له همدې امله یې شپږ میاشتې د پنځه زره بندیانو خوشې کول وځنډول، مذاکراتي پلاوی یې له سختو جنجالونو او فشارونو وروسته په ډېر ځند سره وټاکه، خو بیا هم پلاوی پر خپلمنځي اختلاف اخته، له سولې ضد څېرو ډک او بې صلاحیته و چې د داسې مهمو خبرو د پرمخ وړلو وړتیا او صلاحیت یې نه لاره. ددې ترڅنګ امریکايي اړخ هم د ځواکونو په وتلو کې درې میاشتې ځند وکړ او د هوکړې خلاف یې هوايي بریونه هم وکړل. دې چارې امارت ته هم پلمه په لاس ورکړه او پر جګړه یې ټینګار وکړ، چې پایله یې د پخواني حکومت یومخیز سقوط شوه.
اسلامي امارت له امریکا غواړي چې دا هوکړه عملي کړي او له تور لېسته د امارت د مشرانو د ایستلو په ګډون نور ګامونه هم واخلي، خو امریکا دا کار نه دی کړی او آن پر اسلامي امارت یې نوي محدودیتونه لګولي دي. له دې سره هممهاله د پخواني حکومت چارواکي او سیاستوال بیا له اسلامي امارت څخه غواړي چې د هوکړې پر اساس بین الافغاني مذاکرات وکړي، موقت حکومت اعلان کړي او له نورو اړخونو سره په ګډه د یو نوي نظام د جوړولو لپاره را مخکې شي، خو اسلامي امارت دې چارې ته زړه نه ښه کوي او دا بحث ختم شوی ګڼي. له همدې امله اسلامي امارت له امریکا او پخواني چارواکي او سیاستوال له اسلامي امارت سره په لانجه کې دي.
اوس اسلامي امارت او ټولو افغانانو ته پکار ده چې د دوحې له هوکړې زدهکړه وکړي، بهرنیان هېڅ لوري ته تر پایه وفادار نه وي، دوی باید له یو بل سره خپل اختلافونه کم کړي، سره نږدې شي، یو بل ومني او په ګډه د یوه پیاوړي نظام د جوړېدو لپاره کار وکړي، څو موږ بیا هېڅکله خپلمنځي جګړې ته ور ونه ګرځو.