ملګرو ملتونو په افغانستان کې له داخلي بېځایه شوو سره د مرستې غوښتنه کړې ده. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فليپو ګراندې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د ننه بېځایه شوي له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دده په خبره ددې وېره هم شته چې نړیواله ټولنه افغان کډوال هېر کړي او دوی ته مرستې و نه رسوي، چې په دې سره به بشري ناورین لا پراخ شي. د کډوالو عالي کمېشنري همدا راز ټینګار کوي چې وچکالي او روان کمزوری اقتصاد به نور هم وضعیت ترینګلی کړي. تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم د افغانستان په اړه اندېښنه ښوودلې وه زیاته کړې یې ده، چې ښايي د بودیجې او مالي امکاناتو د نه شتون له امله یې فعالیتونه په افغانستان کې ټکني شي.