قطر هېواد د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د اته نیم ټنه طبي توکو مرسته کړې ده. دغه مرسته تېره ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې په افغانستان کې د قطر د سفیر «سعید بن مبارک الخیارین» لخوا د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته تسلیم شوه. په دې طبي توکو کې پي پي کېټ، د جراحۍ ماسکونه، اېن ۹۵ ماسکونه، محافظتي عینکې، د جراحۍ عملیاتو جامې، دستکش او نور د اړتیا وړ طبي توکي شامل دي. د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکتربشیر نورمل د قطر له دې مرسته مننه کړې ده او دا یې په طبي برخه کې د عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ توکي بللي دي.