په هرات کې بیا هم له کرونا سره د مبارزې د برخې ډاکټرانو اعتراض کړی دی. دوی یو ځل بیا پر حکومت غږ کړی دی چې معاشونه یې ورکړي او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو وژغوري. په هرات کې د کرونا د تجرید او درملنې د یوه روغتون ډاکټرانو څو ورځې وړاندې هم اعتراض کړی و او ویلي یې وو چې له درېیو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ورکړل شوي او کورنۍ یې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. دوی نن بیا هم رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د معاشونو د نه ورکړې له امله یې اعتراض کړی دی. دغه ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي چې شمېر یې ۲۰۰ ته رسېږي وایي حکومت یې دې ژر تر ژره ستونزه حل کړي. د هرات د عامې روغتیا ریاست هم وایي چې د ستونزې د حل لپاره یې هڅې روانې دي او ژر به ددغه ډاکټرانو معاشونه ورکړل شي.