د پاکستان د اقتصادي پرمختیا اداره وایي، د کرونا له امله به په دغه هېواد کې د بې وزلۍ کچه دوه برابره زیاته شي. پاکستاني رسنیو د یادې ادارې په حواله ویلي، په یاد هېواد کې اوسمهال د بې وزلۍ کچه ۲۳ سلنه ده او ممکن تر ۵۶ فیصده پورې ورسېږي. راپور کاږي، دا چاره به ۷۱ سلنه ښځې او ۵۲ فیصده نارینه زیانمن کړي او شاوخوا څلور نیم میلیونه نور وګړي به هم بې روزګاره کړي. راپورونه وایي، اوس هم په پاکستان کې د کرونا ویروس له امله ګڼو خلکو خپل روزګارونه له لاسه ورکړي دي او دا کچه ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده.