د چين اقتصادي پرمختګ په تېرو ۱۰ کلونو کې یعنې د دغه هېواد د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې نوې کچې ته رسېدلی دی.
د چين د ۲۰۲۱م کال د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت ۱۱۴۰۰۰ ميليارډه يوانه ښودلی، چې دغه رقم په نړيوال اقتصاد کې ۱۸ سلنه نيسي، حال دا چې په ۲۰۱۲م کال کې يې دغه اندازه ۱۱ اعشاريه ۴ سلنه وه.
چين د نړۍ د دوهم ستر اقتصاد په توګه خپل مقام تضمين کړی دی.
د چين د لس کلن اقتصادي پرمختګ په مټ د هر چينايي پر سر د کورنيو توليداتو کلنی منځنی ارزښت ۱۲ زره او ۵۰۰ ډالرو ته رسېدلی او د لوړ عايد لرونکو هېوادونو اندازې ته نږدې شوی دی.
د نړۍ په اقتصادي وده کې د چين اقتصادي ونډه په وروستيو کلونو کې په سلو کې دېرشو ته رسيدلې، چې د نړۍ په اقتصادي پرمختګ کې تر ټولو ځواکمن قوت ګڼل کېږي.
(ژباړه: شکريه)