د سعودي او متحده عرب اماراتو په ګډون د منځني ختیځ یو شمېر نورو هېوادونو د کرونا وبا له امله لګول شویو بندیزونو کې د نرمښت اعلان کړی دی. د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې، په سعودي کې به د مې میاشتې له ۳۱ څخه له سهاره بیا تر ماسپښین پورې ټول کاروباري فعالیتونه او ګرځبندیز نه وي خو له هغه وروسته بیا هم خلکو ته له کوره دباندې وتلو اجازه نه ورکول کېږي. په ورته وخت کې عرب اماراتو هم په تر ټولو ستر ښار دوبۍ کې له نن څخه وروسته د بندیزونو د نرمېدو اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې د سهار له شپږو د ماخوستن تر ۱۱ بجو خلکو ته اجازه ورکول کېږي چې روغتیایي سپارښتنو ته په پام خپل کارونه پیل کړي.