امریکايي سياستوالو د روغتيا د ۷۵م نړيوال کنفرانس په درشل کې يوځل بيا لوبه او چل ول پيل کړی او غواړي، چې په دغه کنفرانس کې تايوان ته بلنه ورکړي.
د امریکا ولسمشر جوبايډن يوه قانوني مسوده لاسليک کړې او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير ته يې سپارښتنه کړې، چې له تايوان سره د روغتيا نړيوال سازمان د کتونکي په حیث د روغتيا نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره همکاري وکړي.
دا ښکاره خبره ده، چې امریکا دغه چاره د چين د ملي ګټو په ضد ده او غواړي، د چين په کورنيو چارو کې بربنډه مداخله وکړي.
امريکا د يو چين پېژندنې له اصل څخه بار بار سرغړونه کړې ده.
ځينو امريکايي سياسي قواوو پدې وروستيو کلونو کې د روغتيا نړيوال کنفرانس په درشل کې هر وخت ادعا او هڅه کړې، چې له تايوانه په نړيواله صحنه کې ملاتړ وکړي، دوی ډېر تمثيلونه کړي، خو هر چل او فریب یې پايله نه ده ورکړې.
نړيوالې ټولنې د يوه چين پېژندنې اصل منلی او پدې اړه موافقې ته رسېدلې، خو ځيني امريکايي سياستوال د دې اصل پر ضد لوبيږي او دوی هم ډاډه دي، چې دغه اصل نه بدليدونکی دی.
د ملګرو ملتونو مقررات وايي، چې يوازې حاکميت لرونکي هېوادونه اجازه لري، چې د دغه سازمان په ځانګړو ارګانونو کې ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ او د روغتيا نړيوال کنفرانس د اړوندو پرېکړه ليکونو له مخې، که تايوان د روغتيا نړيوال سازمان په فعاليتونو کې ګډون غواړي، نو اړوند کارونه يې بايد د يوه چين پېژندنې د اصل د مراعات پر اساس ترسره شي.
د تايوان تنګي دواړو غاړو د شوې موافقنامې په اساس او د سلامشورو له لارې د چين د تای بۍ په نوم د کتونکي په حيث له ۲۰۰۹م کال تر ۲۰۱۶م کال پورې د روغتيا نړيوال کنفرانسونو کې ګډون کړی و او دغه پرېکړه د يوه چين پېژندنې د اصل پر اساس او د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ د سوله ييزو اړيکو په حال کې شوې وه.
تايوان ته وروسته بيا اجازه نه ده ورکړل شوې او امریکا او تايوان هم په دغه لامل ښه پوهيږي.
د تایوان ډیموکراتيک پرمختګ ګوند د ۲۰۱۶م کال په مې مياشت کې واک ته رسېدلی او له چين څخه يې په جلا غوښتونکي دريځ ټينګار کړی او شوې موافقنامه نه مني او همدا لامل دی، چې د روغتيا نړيوال کنفرانس کې یې د ګډون سياسي بنسټ له منځه تللی دی. امریکا او تايوان اوس د دغه حقیقت پټول غواړي او د سختې کرونا وبا په پلمه په ياد کنفرانس کې د تايوان د بيا ګډون په لټه کې دي.
د نړۍ د ګوتو په شمېر هېوادونه له امريکا او تايوان سره د سياسي ډارمې همکارۍ کوي او د تايوان دغه نيت، چې د کرونا وبا په پلمه او د امريکا په مرستې له چين جلاکېدل غواړي، بيخي وهمي او فرضي خيال دی.
هغو امريکايي سياستوالو، چې پخوا يې د يوه چين پېژندنې اصل مراعات کاوه، اوس یې خپل تعهد پرېښودلی دی.
امريکا له تایوان سره پوځي همکارۍ کوي او سياستوال او پارلماني غړي يې دغې سيمې ته سفرونه کوي.
د دوی موخه دا ده، چې د يوه چين پېژندنې اصل تخريب او د چين د پرمختګ مخنيوی وکړي او خپله سياسي سرمايه راټوله کړي.
امريکا خپلې موخې لري او تايوان يې يوازې يوه وسیله ګرځولې ده او برخليک يې دا دی، چې يوازې به د امريکا تابع ګرځي.
د تایوان مسئله د چين او امريکا د اړيکو لپاره تر ټولو مهمه او حساسه مسئله ده او د چين پر لويو منافعو پسې تړلې ده.
امریکا بايد له چين سره خپلې سياسي ژمنې پلې او د يوه چين پېژندنې اصل بايد خراب نه کړي او د دواړو هيوادونو د مشرانو موافقې بايد عملي کړي. که امریکا د تايوان په مسئله کې رياکارانه ډارمې ته دوام ورکړي، نو خامخا به خپل سياسي باور له لاسه ورکوي او د چین له کلک ځواب سره به مخامخ کيږي.