د افغانستان لپاره د روسیې خاص استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې پر طالب وسله والو او افغان حکومت دواړو غږ کړی چې اوربند وغزوي او دواړه لوري د ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. د تاس خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي افغانستان کې کلونه کیږي چې وینې بهیدل دوام لري او اوس یو غوره فرصت برابر شوی تر څو د جګړې ښکیل لوري د خبرو میز ته کښیني او اوربند د اختر د دریو ورځو په څیر دوامداره وساتي.