څيړونکي او کارپوهان په دې اند دي، چې امريکا د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ تر شا پلانونه لري او ښايي ډېر هيوادونه يې د دسيسو ښکار وګرځي.
جو بایډن د تېر کال په اکتوبر کې د ختیځې اسیا په ويډيويي سرمشریزه کې برخه اخیستې وه او هغه مهال يې د اندو – پاسیفیک اقتصادي چوکاټ وړاندې کړ.
د امریکا د سوداګرۍ مرکچې کېسرين تای په دې اند دی، چې د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ به د چین د مخ زیاتیدونکي نفوذ پر وړاندې مؤثر پاتې شي او امریکا دغه چوکاټ د سیمه ایز اقتصادي تسلط د ساتلو لپاره کاروي او دا په هیڅ صورت کې به د تعرفو د کمولو او د ازاد بازار او تجارت تړون نه وي.
د کېسرين تای په اند امريکا ادعا کوي، چې د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ د ورخلاصون او سوکالۍ تړون دی، خو په حقیقت کې دغه جعلي څو اړخیزم به سیمه سره وويشي او د ډېرو سيمه ييزو هيوادونو ترمنځ به درز پيدا کړي.
امریکا ولې د اندوـ پاسیفیک اقتصادي چوکاټ په اړه توضیحات نه ورکوي؟
د دې پوښتنې ځواب ډېر اسان دی، ځکه امريکا نه غواړي، له اسیایي هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ تجارت وکړي، بلکې دغه هيواد په دې لټه کې دی، چې څنګه کولی شي، تخنیکي غوره والی راټول او خپل اقتصادي تسلط پیاوړی کړي او د چین د پرمختګ مخه ونيسي.
امریکا د اسیا د ډېرو هېوادونو قضاوت کمزوری بولي.
امریکا د ډیجیټلي اقتصاد، د عرضې ځنځیر، د پاکې انرژۍ د بنسټیزو تاسیساتو او له فساد سره د مبارزې په برخو کې د اسیا او ارام سمندر له سیمه ييزو هیوادونو سره د همکارۍ ادعا کوي، خو د سیمې ډېرو هیوادونو ته دا پوښتنه پيدا شوې، چې د امريکې د همکاريو بڼه او موخه څه ده؟
په جاپان کې د امریکا سفیر ایمانویل هم منلې، چې د ځینو هېوادونو چارواکي دا اندېښنه لري، چېموږ په کوم چوکاټ کې شامل یو؟
امریکا اوسمهال په کور دننه له ډېرو ننګونو سره مخ ده
په امريکا کې د پيسو پړسوب ((انفلاسيون)) مخ په لوړېدو دی او د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې کې هم پاتې راغلې ده.
امریکا څو څو ځلې له نړیوالو سازمانونو څخه وتلې او اوس نړيوال پرې باور نه کوي او کړنو ته يې د شک په سترګه ګوري.
په امریکا کې د دوو ګوندونو مبارزې امريکايان اندېښمن کړي او هيواد کې يې سياسي درز راغلی دی، نو په داسې حالاتو کې د دغه هېواد حکومت څنګه کولی شي، چې نورو هيوادونو ته ډاډ ورکړي او بيا په ځانګړې توګه څنګه کولی شي، چې د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ په برخه کې د ختيځې اسیا د خلکو اندېښنو ته ځواب ووايي؟
دا ښکاره، چې د امريکا هدف د چين د پرمختګ مخنيوی دی، خو که هر څومره هڅې وکړي، بيا به هم خپلو شومو موخو ته ونه رسيږي او د اسیایي سیمې پر پرمختګ به اغېزه ونه کړي.
د اسیا او ارام سمندر سيمه د نړیوال کېدو او ازاد تجارت پر لوري روانه ده او د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د سیمه ایزو هراړخیزو اقتصادي همکاریو تړون ((رسيپ)) په روان کال کې د عمل جامه اغوستې او د سیمه ایزې سوداګرۍ اسانتياوې يې برابرې کړي او ازادې پانګونې ته يې لارې پرانيستلې دي.
چين د نړۍ د دوهم لوی اقتصاد دی او ۴ اعشاريه يو ميليارډ نفوس لري او خپل لوی بازار یې د سيمې هيوادونو ته بشپړ پرانیستی پرېښودلی او د سيمې د زياترو هېوادونو تر ټولو ستر سوداګريز همکار ګرځېدلی دی.
ايا امريکا کولی شي، د چين په څېر خپل بازار ټولو ته پرانيزي؟
د نړیوالو ستراتيژیکو څېړنو انسټيټيوټ د سیمه ایز اقتصاد او ستراتیژۍ او د جاپان د څیړنیز ګروپ مشر وارډ په دې اند دی، چې د امریکا اوسنی حکومت دا توان نه لري، چې د اسیا او ارام سمندر له سيمه ييزو هيوادونو سره د اقتصادي همکاريو په برخه کې فعال رول ولوبوي او چين په دې برخه کې مخکښ ځای لري.
د اسيا ارام سمندر سیمه د همکاريو او پرمختګ ګرم ځای دی او د جيو پوليټيکل سیاسي لوبې ډګر باید ونه ګرځي.
د امریکا له خوا وړاندې شوی تش په نوم د اندو- پاسیفیک اقتصادي چوکاټ به حتماً د سیمې بنسټیزو ګټو ته زیان ورسوي. اسيايي هېوادونه بايد ځيرک او هوښيار واوسي او خپلې سترګې بايد پرانیستې او د پرمختګ برخليک په خپله ټينګ وساتي.
هر هغه هيواد چې غواړي، چین وپاشي او تجزيه يې کړي او يا غواړي، د پرمختګ مخه يې ونيسي، نو باوري دې اوسي، چې اخر به هم په خپلې لومې کې ګيريږي.