د اقتصاد وزیر وایي، سږ کال به په هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو له امله اقتصادي وده درې سلنه راښکته شي. مصطفی مستور چې په ترکمنستان هېواد کې يې پر اقتصادي وده د کرونا وبا د منفي اغېزو تر نامه لاندې یوه ویډیويي کنفرانس ته خبرې کولې ویلي، په افغانستان کې د بې کارۍ کچې لوړېدل، بې وزلي او د کرونا وبا خپرېدو له امله به سږ کال اقتصادي وده درې سلنه راښکته شي. دا په داسې حال کې ده چې د اقتصاد وزارت د معلومات له مخې، د هېواد ۵۲ سلنه وګړي له ناسم اقتصادي وضعیت سره مخ دي او شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري. د دې کنفرانس د کډونوالو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې کرونا وبا د نړۍ ډیری بې وزله هېوادونه له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.