د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وایي له افغانستان سره د اپټا سوداګریز تړون له مخې د ګوادر په بندر باندې افغانستان هم سوداګري کولی شي. په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی سلاکار عبدالرزاق داوود وايي، افغانستان له دې وروسته کولی شي چې په ګوادر بندر باندې د سوداګریزو مالونو راکړه ورکړه وکړي. نوموړي ویلي، دغه بندر ته له ۱۶ زره ټنه کیمیاوي سرې څخه ډکه بېړۍ رسېدلې او دا به افغانستان ته ورسول شي چې ورسره به افغانستان ته له دغه بندر څخه د سوداګرۍ نوی باب پرانیستل شي. عبدالرزاق داوود پر خپل ټویټر لیکلي، چې له دې بندر څخه به افغانستان ته د کیمیاوي سرې سربېره د غنمو او بورې صادرات هم پيل شي.