فاسټ راډیو بورسټونه (fast radio burst) په کائنات کې تر ټولو روښانه راډیو بورسټونه دي، چې په يوې ملي ثانیې (millisecond) کې خپرېدونکې انرژۍ د لمر له کلنۍ خپرېدونکې انرژۍ سره برابره ده.
د FAST په نوم د چين راډيو ټيلسکوپ په دې وروستيو کې لومړی دوامدار او فعال فاسټ راډيو بورسټ کشف کړی او څېړنيزه پايله يې د جون په نهمه نېټه د “نېچېر” (Nature)په نړيوالې علمي مجلې کې خپره شوه.
د فاسټ راډيو بورسټ د څیړنې پروسه اوږد تاريخ نه لري او په لومړي ځل يې موجوديت په ۲۰۰۷م کال کې تائيد شوی دی.
(ژباړه: شکريه)