مالیې وزارت له ملي شورا نه غواړي چې له کرونا وبا سره د مبارزې لپاره بودجه ژر تر ژره تصویب کړي. د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي یو وار بیا ویلي چې مالیې وزارت د ثور په ١٥مه د بودجې سند ولسي جرګې ته سپارلی، خو د نږدې یوې میاشتې په تېرېدو سره لا هم دغه سند نه دی تصویب او بې برخلیکه پاتې دی. نوموړی وایي چې په عادي بودجه کې د کرونا وبا سره د مبارزې لپاره نږدې ۱۰ میلیارده او ۱۶۹ میلیونه افغانۍ تعدیلات راغلي چې باید ملي شورا یې له ارزونو وروسته تصویب کړي.