د امریکا د لويې وچې نهمه سرمشريزه د جون له ۸مې تر ۱۰مې نېټې پورې د امريکا متحده ایالاتو په لوس اجلس کې ترسره شوه.
واشينګټن د دې غونډې د کوربه په توګه غوښتل، چې د خپلو ګټو لپاره ترې کار واخلي او د امريکې په لويې وچې کې خپل لارښوونکی مقام وښيي او له امريکايي هېوادونو سره د کډوالو مسئلو په اړه بحثونه وکړي، خو هر څه برعکس راڅرګند شول.
د امريکا لويې وچې ډېرو هېوادونو ياده سرمشريزه غندلې او له پاشلو او تقسيم شويو اړيکو يې پرده پورته کړې ده.
د امريکا کريسين ساينس مونيټور ورځپاڼې يوه تبصره کړې او پکې يې ويلي، چې د جوبايډن مشري د خپل کور په انګړ کې له ننګونو سره مخ ده.
واشينګټن د روانې مياشتې په ۵مه نېټه اعلان وکړ، چې په روانه سرمشريزه کې د کيوبا، نيکاراګوا او وينزويلا مشرانو ته بلنه نه ورکوي او لامل يې دا ښودلی، چې ياد هېوادونه ډيموکراتيک نه دي.
د لاتينې امريکا ځينو هېوادونو د واشنګټن يادې پرېکړې ته توندغبرګون وښوده او د مکسيکو ولسمشر په دغې غونډې کې د نه ګډون اعلان وکړ او د ګواتمالا، هندوراس او السلوادور په شمول ځينو هېوادونو يوازې ټيټ رتبه پلاوي وروليږل.
د امریکا د لويې وچې هېوادونو له ۳۵ مشرانو څخه يوازې ۲۱ تنو په يادې سرمشريزه کې ګډون کړی و.
سي اېن اېن خبر ورکړی، چې د امريکا د لویې وچې په سرمشريزې کې د امريکايي هېوادونو د ځينو مشرانو نه ګډون د جوبايډن د ګوښه توب مانا ورکوي او روانې سرمشريزې بايډن ته سخت ګواښونه پېښ کړي وي.
يو امريکايي ژورنال د جون په اوومه نېټه د امريکا متحده ایالتونو له خارجه وزير انټونيو بلينکن څخه پوښتلي، چې تاسې وينزويلا، کيوبا اونيکاراګوا غېر ډيموکراتيک هېوادونه بللي او مشرانو ته مو يې د امريکې په سرمشريزې کې د ګډون بلنه نه وه ورکړې، نو د هایتي صدراعظم ته مو ولې بلنه ورکړې وه، ځکه هغه هم د ټاکنو له لارې نه دی انتخاب شوی او نه يې هم ډيموکراتيک پړاو طی کړی دی.
د لاتيني امريکايي يو شمېر هغو هېوادونو، چې واشنګټن ورته په یادې سرمشريزې کې د ګډون بلنه نه وه ورکړې، د امريکا دغه کړنه باداري بللې ده.
د کیوبا ولسمشر کانير وايي، واشينګټن د دې سرمشريزې د یادولو پر مهال د ډيموکراسۍ پر ساتلو ډېرې خبرې کړي، هغوی په فريب او دوکې ډيموکراسي د کاپېټاليزم له پرمختګ سره مطابقت کړې او دواړه مفکورې يې يوځای کړي دي، خو په حقيقت کې دواړه مفکورې يو د بل برعکس دي.
د ارجنټاين ولسمشر فيرنانديس ويلي، چې هغه مجبور دی، چې په يادې سرمشريزې کې ګډون وکړي او لامل يې دا ښودلی، چې هېواد يې د لاتيني امريکا او کاربين هېوادونو ټولنې سږنی نوبتي رئيسه هېواد دی او غواړي، چې د کيوبا، نيکاراګوا او وينزويلا اوازونه يادې سرمشريزې ته ورسوي.
جوبايډن په روانه سرمشريزه کې د امريکا د لويې وچې د اقتصادي سمسورتيا د همکاريزو اړيکو د جوړېدو اعلان کړی دی.
د مکسیکو پاينير ورځپاڼې په يوې تبصرې کې ويلي، چې جوبايډن د چين د اقتصادي قوت د مخنيوي لپاره د يوې سيمه ييزې جبهې د جوړولو په لټه کې دی.
جوبايډن له لاتيني امريکايي هېوادونو سره ۳۰۰ ميليونه ډالره اقتصادي مرسته هم اعلان کړې، خو دغه پيسې د دېرشو هېوادونو لپاره ډېرې کمې دي.
د دومينيکن کارپوه ايدواردو کلينګر وايي، دغه پيسې د يوې غربت ځپلې او بېوزلې سيمې لپاره هم کمې دي، واشينګټن په جګړه کې ۵۰ ميليارډه ډالره لګوي، خو د منځنۍ او جنوبي امريکا د لويې وچې د ستونزو د هوارۍ لپاره يوازې ميليونونه ډالره هم نه ورکوي.
د کډوالو موضوع د دې سرمشريزې د بحثونو يو بل مهم مطلب و
رسمي شمېرنې ښيي، چې د منځنۍ او جنوبي امريکا د لويې وچې ۸۰٪ غېر قانوني کډوال د امريکا او مکسيکو له پولې څخه امريکا متحده ايالاتو ته ننوځي، خو د مکسيکو ولسمشر په دغې سرمشريزې کې ګډون نه و کړی، نو څنګه امکان لري، چې د غونډې ګډونوال د کډوالو پر موضوعاتو بحثونه وکړي او ښه نتيجه ورکړي؟
جوبايډن د جون په لسمه نېټه د ۲۰ هېوادونو له مشرانو سره د لاس انجلس د کډوالو اعلاميه لاسليک کړه.
د مکسیکو پخواني خارجه وزير کاستنيدا پدې اړه ويلي، چې د امريکايي هېوادونو ژمنې ښايي يوازې د جوبايډن سياسي امتياز يا برتري وګرځي، په حقيقت کې دغه اعلاميه هيڅ اغېز نه لري او نه داسې څه مهم پکې ليکل شوي دي.
د امريکا د فکري مرکز امريکايي ډيالوګ پخوانی رئيس هيفټر د دغې سرمشريزې د ستونزو لامل د واشينګټن خراب سياسي وضعيت بللی دی او ويلي يې دي، چې لاتيني امريکا د چا د کور د انګړ برخه نه ده او د امريکا د لويې وچې سرمشريزه هم د واشينګټن سرمشريزه نه ده.
نوموړي ويلي، چې واشينګټن له امريکايي هېوادونو سره له اوږدې مودې راهيسې مغروره او رياکارانه چلند کوي او دغه چلند يې د دې سبب ګرځېدلی، چې لاتيني امريکايي هېوادونو د روانې سرمشريزې مخنيوی کړی او اړيکې يې تقسيم شوې دي.
لاتيني امريکايي هېوادونه سياسي ډارمې ته نه، بلکې د مساواتو او درناوي پر بنسټ رښتيني مرستې ته اړتيا لري.