د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په ۱۵ مه نېټه يوه خبري ناسته ترسره کړې ده.
د دغې خبري ناستې له مخې، د چين اقتصاد په مې کې فعال بدلونونه موندلي او د اقتصادي سمسورتيا نښې يې ورکړې دي.
د چين تصديو په مې کې په منظم ډول بيا کار او توليد پيل کړی او صنعتي او خدماتي چارو يې پرمختګ کړی او د صنعتي چارو د زياتوالي اندازه يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰.۷ سلنه زياتوالی موندلی دی.
په چين کې د سږ کال په لومړيو ۵ مياشتو کې ۵ ميليونو او ۲۹۰ زرو کسانو نوې دندې پېل کړي او په مې کې د بې روزګارو خلکو شمېر يې د تېر اپرېل په پرتله ۰.۲ سلنه کم شوی دی.