د چين د بانکونو پولي چارو له تېرو لسو کلونو راهيسې چټک او د پام وړ پرمختګ تر لاسه کړی دی.
د شمېرو له مخې، چين په نړۍ کې د بانکونو لومړی لوی بازار ګرځېدلی او د دغه هېواد د بانکونو د پانګو عمومي ارزښت ۳۴۴ زره او ۸ سوه ميليارډه يوانو ته رسېدلی، چې دغه ارزښت د ۲۰۱۲کال په پای کې ۱۳۳ زره او ۶۰۰ ميليارډه يوانه و. نژدې ۱۵۰ چيني بانکونو د ۱۰۰۰ ځواکمنو نړيوالو بانکونو په درجه بندۍ کې ځايونه نيولي دي.
دغه راز چين له تېرو لسو کلونو راهيسې د بانکونو او بيمو چارو د ورخلاصون په برخه کې له ۵۰ زياتې تګلارې پلې کړي دي. په چين کې د بهرنيو بانکونو د ۲۰۲۱م کال د پانګو اندازه د لس کاله مخکې اندازې په پرتله ٪۵۰ زياتوالی ښودلی دی.