د افغانستان د جنوب ختيځو پکتيکا او خوست ولايتونو کې د جون په ٢٢مه نېټه د رېکتر په کچه ۶اعشاريه ۲ درجې زلزله وشوه او هممهاله د دغه هېواد په شمالي اتو ولايتونو کې سخت سيلابونه راوتلي او ګڼو خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه رسولي دي.
امريکا په تېرو شلو کالونو کې په افغانستان کې ډیرې جګړې کړي، خو د بيا رغونې په چارو کې يې ډېر لږ کارونه تر سترګو کيږي.
د افغانستان د زلزله ځپلو سیمو ټول نړيدلي کورونه له خاورو جوړ شوي، ځکه يې د زلزلې پر وړاندې مقاومت ونه شو کړای او په زرګونو خلک ترې لاندې شول.
امريکا د ۲۰۲۱ م کال په اګست کې په ډېرې بېړې له افغانستان څخه خپل ځواکونه اوباسل، خو افغانانو ته یې هيڅ تضمين ورنه کړ او ګڼې ستونزې يې ور پر غاړې کړې. امريکې د دې پر ځای چې د افغانانو لاسنيوی یې کړی وای، هغه حالت کې په خپله خوښه د افغانستان ۷ ميليارډه وويشل او تر اوسه پورې يې د ۷مليارډو ډالرو نيمه برخه بيرته افغانانو ته نه ده ورکړې.
په افغانستان کې اوسمهال ستر طبیعي ناورینونه رامنځته شوي او بې شمیره خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو د امریکا ولسمشر جو بایډن خېریه موسسو ته لارښوونه کړې، چې زلزله ځپلو افغانانو ته مرستې ورسوي.
د امريکا لپاره اوس د دې وخت نه دی، چې ګټې او زیانونه اندازه کړي او یا پيسې حساب کړي، چې څومره مرستې به افغانانو ته ورکوي. امريکا که د افغانستان مسئلې په اړه ډېره خود غرضه شي، خو اوس يې وخت دی، چې افغانانو ته خپلې کنګلې شتمنۍ بېرته وسپاري.