د افغانستان په پکتيکا او خوست کې د جون په ٢٢مه نېټه د رېکتر په کچه ۲.۶ درجې زلزله وشوه، چې له امله يې شاوخوا زر کسان وژل شوي دي. بلخوا راپورونه وايي، چې د دغه هېواد په ځينو ولايتونو کې سخت سيلابونه راوتلي او او ګڼو خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
د سي اېم جي خبريالې د افغانانو پر وړاندې د شته سختو ستونزو په اړه د کابل پوهنتون له استاد محمد حامد همدرد سره مرکه کړې ده.
ښاغلی حامد همدرد وايي، چې په افغانستان کې وروستیو طبیعي پېښو لکه زلزلې ، سیلابونو، له وخته وړاندې واوره اوریدل او وچکالۍ ټول افغانان سخت زیانمن کړي، د ډېرو انسانانو ژوند یې اخېستی دی، خو د دې تر څنګ نورې ستونزې هم شته، چې افغانان ساه اخېستو ته نه پرېږدي، چې ښه بېلګه یې د ځینو مشخصو بهرنیو هیوادونو فشارونه او په نړیواله کچه له افغانستان سره د اړیکو نشتون دی.
د امريکا ولسمشر جوبايډن د خپل هېواد خېريه بنسټونو ته ويلي، چې د افغانستان زلزله ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.
ښاغلي همدرد د بايډن د يادو څرګندونو په اړه وويل، چې د جوبايډن څرګندونې له چل او فریب ډکې دي. امریکا که رښتيا هم له افغانستان سره کمک غواړي، لومړی یې باید کنګل شوې شمتنۍ ازادې کړي او بل نن چې افغانان له کومو سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، دا ټول د امریکا د ناکامو سیاستونو پایله ده.
په افغانستان کې د طبيعي پېښو له رامنځته کېدو سره هممهاله، چين او ځينو نورو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له ځپل شويو افغانانو سره بېړنۍ مرستې وکړې.
استاد حامد همدرد د دغو مرستو په اړه وويل، چې د چین په ګډون د ځینو نورو هیوادونو او نړوالو بشردوستانه بنسټونو همدردي او له زیانمنو کسانو سره د دوی د بېړنيو مرستو اعلان او همکارۍ د ستایلو دي او دا د ټولې نړۍ انساني مسولیت دی، چې له زیانمنو کسانو سره مرستې وکړي، موږ افغانان د دوی منندوی یو او هیله لرو، چې څومره ژر کیږي، نړيوال د زیانمنو کسانو لاسنيوی وکړي.
استاد همدرد په دې اند دی، چې افغانان هغه وخت ارام او ثابت ژوند لرلی شي، چې خپلمنځي يووالی وساتي، د پردیو لاسوهنو ته ځای ورنه کړي او ټول یو بل ته لاس ورکړي او یو بل ومني.