د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۴مې نېټې په ماښام له بېجينګ څخه په انلاين ډول د نړيوال پرمختګ د لوړې کچې خبرو اترو مشري وکړه او يوه مهمه وينا يې وکړه.
شي جين پينګ په دغه وينا کې خپله کيسه بيان کړه، و يې ويل چې هغه د تېرې پېړۍ د شپږمې لسيزې په پای کې د شاان شي ولايت په يوه کلي کې بزګري تجربه کړې او په هغه موده کې يې د ځايي کليوالو له ستونزو ډک ژوند احساس کړ، خو هغه د نيمې پېړنۍ له تېرېدو وروسته له دغه کلي څخه ليدنه کړې او هلته يې د دې سيمې د پرمختګ او ښه ژوند له امله د کليوالو خوشحاله څېرې کتلي دي.
د شي جين پينګ له يادې تجربې څخه ښکاري، چې نېکمرغه ژوند د هر هېواد، ښار او يا کلي د هر وګړي هيله ده او د سوکاله ژوند او ارامې ټولنې په اړه د خلکو هیله يوازې د دوامداره پرمختګ له لارې پوره کيدای شي. دغه اصل هم د چين په کوربه توب د بريکس هېوادونو د مشرانو د سږنې غونډې اصلي موخه او دنده ده.
نړۍ د نړيوال وضعت له بې سارو بدلونونو او د کرونا وبا له منفي اغېزو سره مخ ده او پرمختګ د نړيوالې ټولنې لپاره يوه بېړۍ دنده بلل کېږي. د نړۍ د نژدې ۷۰ هېوادونو يو ميليارډ او ۲۰۰ ميليونه وګړي د وبا، غلو دانو، انرژۍ او پورونو له بحرانونو سره مخ دي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال د دواملرونکي پرمختګ اجندا تطبيق زيانمن شوی دی.
د پرمختګ کسر څنګه جبران او پوره کېای شي؟ د دې پوښتنې ځواب دا دی، چې پرمختګ ته دې په نړيواله اجنډا کې لومړيتوب ورکړل شي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر کال په سپتمبر کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د نړيوال پرمختګ وړانديز کړی او نړيواله ټولنه يې هڅولې، چې د پرمختګ مسئلې ته دې خپله پاملرنه ډېره کړي. نوموړي د نړيوال پرمختګ د لوړې کچې خبرو اترو کې د ګډو ګټو او برابرۍ، همغږۍ او ټولشموليت، همکارۍ او ګډې سمسورتيا په بڼه د پرمختګ جوړښت بيان کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه کړې، چې د پرمختګ لپاره دې ګټورې نړيوالې ګډې نظريې راغونډې کړي، د پرمختګ مناسب نړيوال چاپيريال دې جوړ کړي، د نړيوال پرمختګ نوي خوځنده قوتونه دې پيدا کړي او د نړيوال پرمختګ همکاريزې اړيکې دې ټينګې کړي.
دغو پېشنهادونو او وړانديزونو د ټولو انسانانو ګټې په پام کې نيولې او د ننګونو د لرې کولو او د پرمختګ د موندلو په برخو کې يې د نويو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو لپاره عملي لارښوونې وړاندې کړي دي.
نړيوالې ټولنې د بريکس هېوادونو د روان کال په فعاليتونو کې د چين لارښوونکي او رغنده رول ته ډېر ارزښت ورکړی. په چين کې د برازيل سفير پالو والای دې ته اشاره کړې، چې چين له روان کال له پيل راهيسې د نړيوالو ننګونو په لرې کولو سره د بريکس د رئيسه هېواد مسئوليت او دندې په جدي او ښه توګه پلې کړې دي. نوموړي زياته کړې، چې د بريکس هېوادونو يو موټی توب او اتفاق لا پياوړی شوی او چين د رئيسه هېواد په توګه په دغه جريان کې ډېر مهم رول لوبولی دی.
د بريکس همکاريز ميکانيزم د جوړېدو له ۱۶ کلونو راهيسې يو پرانيستی ډګر دی. په تيره بيا د چين په شيا من ښار کې د بريکس هېوادونو د مشرانو د ۲۰۱۷م کال په غونډه کې د بريکس د همکاريز ميکانيزم د پراختيا مفکوره وړاندې شوې او له دې لارې يې نورو هېوادونو او سيمو ته د بريکس د همکاريو ګټې رسولي دي. دغه همکاريز جوړښت به په راتلونکي کې لا زياتو هېوادونو ته ګټور فرصتونه برابروي.
د جنوبي افريقا د خپلواکو خبري رسنيو ګروپ اجراييوي مشر اقبال سيروي د چين پرمختګ يوه ستره کيسه بللې او ويلي يې دي، چې له حقيقت څخه ښکاري، چې چين د پرمختګ په کيسه کې نه يوازې د يو ميليارډ او ۴۰۰ ميليونو چينايانو د ګډې شتمنۍ د موندلو په هڅه کې دی، بلکې نړيوال مسئوليت يې څرګنده کړې، چې هېڅ هېواد او وګړي د پرمختګ له کاروان څخه شا ته نه پاتې کېږي.