ادم سمیت په نړۍ کې د اقتصاد د پلار په نامه مشهور دی. هغه سکاټلنډی اخلاق پال فیلسوف دی. دی د سکاټلنډ د روښانتیا د زمانې فیلسوف ګڼل کېږي. هغه د اقتصاد په علم کې مخکښ و چې له همدې امله د نړۍ د معاصر اقتصاد پلار ګڼل کېږي. دی همدا راز د پانګوالۍ سیستم د اصلي تیورسنانو یا نظریه جوړوونکو له ډلې ګڼل کېږي. ده خپل اقتصادي فکر د (ملتونو شتمني) نومي اثر کې واضح کړې ده. دا د اقتصاد د مدرن علم لومړنی کتاب ګڼل کېږي چې د ادم سمیت د اثارو شهکار یې هم بولي.
آدم سمیت د یوه حقوقي مشاور زوی و. پلار یې په کرکالدي ښار کې تر ټولو مشهور حقوقي مشاور و. دوی د سکاټلنډ په فایف سیمه کې اوسېدل. د سمیت د زوکړې کره نېټه نه ده په ګوته شوې، خو د هغه د نوم اېښودنې مراسم د ۱۷۲۳ز کال د جولای په پنځمه ترسره شوي دي. پلار یې هم آدم سمیت نومېده، د ده تر زېږېدنې شپږ میاشتې مخکې ومړ، نو ځکه یې دا نوم پر ده کېښود. دی په څلور کلنۍ کې د یوې ډلې له لوري وتښول شو، خو تر لنډې مودې وروسته یې تره په دې بریالی شو چې ویې ژغوري. له تښتوونکو خلاص شو او د مور غېږې ته ورسېد.
سمیت په پنځلس کلنۍ کې په ګلاسکو پوهنتون کې داخل شو. ده هلته د اخلاقو فلسفه او ټولنیزه فلسفه لوستل پيل کړل. د اخلاقو علم فلسفه یې د فرانسیس هاچسون تر لارښوونه لاندې پیل کړه. دغه کس ته سمیت ډېر درناوی درلود او په خبره یې، هاچسون باید هېڅ وخت هېر نه کړل شي. هغه سختې زده کړې کولې او زیار یې ایست. سمیت په ۱۷۴۰ز کال کې د ګلاسکو پوهنتون د ځانګړي بورس سنل له لارې د آکسفورډ پوهنتون بالیول کالج ته لاړ. په ۱۷۴۶ ز کال کې له دغه ځایه لاړ. په ۱۷۵۱زکال کې د سکاټلنډ له مشهور فیلسوف ډيویډ هیوم سره بلد شو. دا په هغه وخت کې خورا مخکښ لیکوال او مشهور فیلسوف و. د دغو دوه کسانو ترمنځ ډېر فکري او عقیدتي نږدېدوالی و. دا د سکاټلنډ د روښانتیا د وخت تر ټولو سره نږدې لیکوالان او فیلسوفان بلل کېږي. په همدې وخت کې سمیت په ګلاسکو پوهنتون کې د اخلاقو او منطق د تدریس څوکۍ خپله کړه. یو کال وروسته یې رسماً په دغه پوهنتون کې تدریس پيل کړ.
سمیت په ۱۷۶۲ ز کال کې د اخلاقي عواطفو د نظریاتو کتاب خپور کړ. دې کتاب دی د خپل عصر د تیورسنانو په کتار کې راوست. په همدې کال کې ګلاسکو پوهنتون نوموړي ته د قوانینو په برخه کې د دوکتورا سند ورکړ. یو کال وروسته د تحصیلي کال په جریان کې سمېت له خپلې دندې استعفا ورکړه او د هنري سکات په خصوصي تدریس یې لاس پورې کړ. دا د چارلز ټاون زوی و او غوښتل یې سمېت په خصوصي توګه هغه ته تدریس وکړي. سمېت په پوهنتون کې د دې غوښتونکی و چې تر استعفا وروسته د ټولو شاګردانو فیس بېرته ورکړي؛ ځکه د ده لپاره یې نوملیکنه کړې وه، خو شاګردانو ونه منله.
ګلاسکو ښار په سکاټلنډ کې هغه مهال خورا مهم ښار و. دا ځای علم، فرهنګ او نوښتونو ښار بلل کېده. ډېری فکري تحولات له همدې ځایه پیلېدل، روزل کېدل او نورو ځایونو ته خپرېدل. اسمیت هم دلته له ډېرو عالمانو سره وپېژندل، فکري بحثونه یې لرل او دا ښار دده او نورو سکاټلنډي پوهانو د ودې او پرمختګ لپاره غوره بستر و. خو تر څه موې وروسته سمیت له دې ځایه پاریس ته لاړ او غوښتل یې هلته له نوو نظریاتو سره اشنا شي او د خپل وخت مروج فکري او علمي جریانونه مطالعه کړي. دلته یې له داکتر فرانسوا سره بحثونه کول. داکتر فرانسوا د فیزیوکراسۍ د اقتصادي مکتب بنسټګر بلل کېده. په هغه وخت کې باور دا و، چې سره زه، سپین زر او ځینې نور قیمتي فلزات د شتمنۍ او پیاوړي اقتصاد لپاره مهم دي. خو فرانسوا ددې باورونو خلاف په دې ټينګار کاوه چې د شتمنۍ او ثروت اصلي سرچینه ځمکه ده. دده په خبره اصلي اقتصاد او شتمني له تولید سرچینه اخلي او تولیدات له ځمکې پيلېږي. ده پر کروندګرۍ او کروندو باندې ټينګار کاوه و ویل یې زراعت باید پراخ کړل شي. آدم سیمیت د فرانسوا له دې نظریې سره مخاف و او د فیزیوکتراتانو ددې نظریاتو په مقابل کې یې دلایل وړاندې کول. له همدې چې بېرته سکاټلنډ ته راګرځي، د ملتونو د ثروت کتاب لیکي. هغه کتاب چې په نړیواله کچه مشهور شو. کتاب یې په ۱۷۷۶ز کال کې خپور کړ.
ادم سمیت د اقتصادي مسایلو د تحلیل په برخه کې لومړني ګامونه اوچت کړل، ده په منظمو، تحلیلي او منسجمو اقتصادي بحثونو پيل وکړ. د لومړي ځل لپاره مهم اقتصادي نظریات تدوین شول، منظم شول او راټول شول. همدا لاملونه دي چې ادم سمیت ته د اقتصاد پلار وايي. د فیزیوکراتانو نظریاتو چې تر ډېه له ځمکې د تولید پر مسئله راټول وو ، په بریتانیا او نورو ځایونو کې خاص بازار و نه موند. د فیزیوکراتانو دوه مهم شعارونه وو، یو د عمل ازادي او بل د تېرېدو یا عبور ازادي. دوی دا شعاروه ورکول، خو د عملي کولو له اړخه یې ناکام وو. د دې دوو نظریاتو لپاره یې پلانونه او طرحې لرلې، خو عملي کولی یې نه شوای، نو ځکه یې نظریاتو هم بازار نه درلود. ادم سمیت بیا داسې نظریه مطرح کړه چې اقتصاد باید د یوې تیوري او نظم پر بنسټ مخ ته لاړ شي او دغه راز دولت باید په ډېرو تجارتي مسایلو او ازاد بازار کې مداخله ونه کړي. په دې توګه نو د اقتصاد کلاسیک مکتب د ملتونو د ثروت د کتاب له خپرېدو سره سم بدل شو او په اروپا او برېتانیا کې د مهمو اقتصادي تحولاتو د پيل څپه شوه.
مخکې مو هم وویل چې سمیت لومړی په ګلاسکو پوهنتون کې شامل شو. په دغه پوهنتون کې د درې کلنې دورې تر تېرولو وروسته د یوه بورس له لارې اکسفورډ پوهنتون ته ولېږل شو. ده باید دلته یوولس کلنه تحصیلي دوره تېره کړې وای. هغه کس چې له دې بورس استفاده کوله، باید تر فراغت وروسته د سکاټلنډ په کلیسا کې په کار ګومارل شوی وای. سمیت ځانګړي افکار درلودل، عقاید یې په اکسفورډ کې له روان چاپېریال او وضعیت سره په ټکر کې وو. له همدې امله یې تر شپږو کلونو ډېر وخت په دغه پوهنتون کې تېر نه شوی کړی او له دې ځایه ووت. ده به ویل چې په اکسفورډ کې هر څه متفاوت دي، ان مدیریت او د تدریس لارې چارې یې هم د ده نه دي خوښې شوې. دی په یوه ځای کې لیکي، هر څوک چې اکسفورډ ته تلل او ځان یې په خطر کې اچاوه، ملامت دوی دي؛ ځکه هلته هېڅ هم نه وو یوازې دوه وخته به دې په ورځ کې عبادت کاوه او د ورځې به دې په دوو مذهبي بحثونو کې برخه اخیسته. دی په خپل کتاب کې هم پر اکسفورډ نیوکه کوي او وایي، هلته هغه استادان په تدریس بوخت دي چې نور نو نوي څه نشته ورسره. همدا لاملونه وو چې د اکسفورډ په بورسیه کې یې د ځان پاتې کېدل خطرناک او له زیانونو ډک کار بوله، له دې بورسیې په ۱۷۴۶ز کال کې تېر شو او بېرته ګلاسکو پوهنتون ته ور وګرځېد.
سمیت له آکسفورډ له راګرځېدو سره سم وغوښتل په پوهنتون کې استاد شي. پنځه کاله وروسته یې دا هیله پوره شوه او په ۱۷۵۱ز کال کې یې استادي پيل کړه. مخکې مو هم وویل چې په ګلاسکو پوهنتون کې د اخلاقو او منطق استاد و. دا څوکۍ له هاچسون پاتې شوې وه چې د ده نږدې همفکره ملګری او استاد هم تېر شوی و. ده په همدې پوهنتون کې د استادۍ پر مهال د اخلاقي احساساتو نظریه کتاب هم ولیکلو. په ۱۷۵۹ز کال کې یې خپور کړ. په ۱۷۶۶ز کال کې یې ځان تقاعد کړ او غوښتل یې په خپلو ځینو کتابونو سم او دقیق کار وکړي. ده په پوره دقت غوښتل خپل نظریات ولیکي او په دې توګه یې نو له لیکلو سره هممهاله کار کول د ځان په زیان بلل.
آدم سمیت په خپلو لیکنو د هغه مهال اقتصادي چاپېریال بدل کړ. ده خلکو ته ثابته کړه چې ثروت څه ارزښت لري او د ثروت د ټولولو اصلي لارې چارې کومې دي. همدا راز یې غوښتل چې نړۍ له یوه ثابت او ملتونه له یوه واحد اقتصادي او سوداګریز چار چلند برخمن وي څو وکړی شي په خپلو کې سمې اړیکې وپالي. د هغه د نظریاتو له ډلې یو هم د ازاد بازار نظریه وه، چې نن د نړۍ په ډېری هېوادونو کې معمول ده.
آدم سمیت یوازې فیلسوف نه و، هغه وکړی شول چې د خپل فلسفي علم په مرسته په نړۍ کې د اقتصاد په برخه کې مهم نظریات رامنځ ته کړي. د ده تګلارې او رامنځ ته شوی اقتصادي نظام لا هم په ډېری هېوادونو کې د کارونې وړ دی. ادم سمیت یوازې موافقین نه، بلکې مخالفین هم لري، چې د ده نظریات ردوي. ډېری هېوادونه ځان ته ځانګړي اقتصادي نظامونه لري چې په هغه کې د ادم سمیت د نظریاتو ستره برخه نقد شوې او ګوښه شوې، خو په هر حال سمیت په نړۍ کې د اقتصاد یا معاصر اقتصاد پلار ګڼل کېږي چې اقتصادي مسایل یې له کلاسیکو او زړو نظریاتو را و ایستل او اقتصاد یې د خلکو او ټولنو د کارونې وړ و ګرځاوه.
د نړۍ د اقتصاد دغه وتلې څېره په ۱۷۹۰ز کال کې په یوه دردناکه او سخته ناروغۍ اخته شو او د ۱۷۹۰ز کال د جولای په اوولسمه د همدې سختې ناروغۍ له امله ومړ او په کنونګېټ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.