ولسمشرۍ ماڼۍ په تېرو دوو ورځو کې دوه کسه د دوو وزارتونو لپاره سرپرست وزیران ټاکلي دي. ولسمشر غني د ځانګړو فرمانونو له مخې، د عامې روغتیا او ښار جوړونې او ځمکو وزارتونو لپاره سرپرستان ټاکلي دي. تر دې وړاندې یې د ځینو نورو وزارتونو لپاره هم مرستیالان او سرپرست وزیران معرفي کړي دي. په نږدې راتلونکي کې به د نورو وزارتونو لپاره هم سرپرست وزیران وګومارل شي.
د وزیرانو ګومارنه او د کابینې پوره کېدل، د چارو د سمون او پر وخت ترسره کېدو لپاره خورا اړین دي، خو هغه څه چې د اندېښنې وړ دي، د سرپرستۍ د ناوړه دود دوام دی. د قانون له مخې، سرپرست وزیران باید پارلمان ته لاړ شي، د ولسي جرګې د باور رایه خپله کړي او تر هغه وروسته دې د رسمي وزیر په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکړي، خو د ملي یووالي حکومت په تېر پنځه کلن عمر کې د کابیني ګڼ وزیران سرپرستان وو چې له همدې امله له یوې خوا فساد په اوج کې و او له بلې خوا حکومت بریالی نه شو چې له ولس سره کړې ژمنې پوره کړي.
اوس هم دا اندېښنه موجوده ده. د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ګډ حکومت هم د ملي یووالي حکومت یوه بله تابلو ده. پنځوس سلنه کابینه د ولسمشر غني او پنځوس سلنه به د ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري ګومارل کېږي. دا هغه لړۍ ده چې د هر ډول اختلاف د رامنځ ته کېدو وېره ډېرولی شي. ښايي د اشخاصو پر سر ناندرۍ رامنځ ته شي، بیا به د یو بل ملاتړي استازي د سرپرست وزیرانو لپاره ستونزې جوړې کړي او په دې توګه به د سرپرستۍ ناوړه دود لا هم روان وي.
له تېرو ترخو تجربو په درس اخیستو د دې اړتیا ده چې ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلو کې اختلافونه ختم کړي او د راتلونکې کابینې په اړه سره یوه خوله شي. ژر تر ژره په کار پوه، مسلکي او د اداراتو لپاره وړ کابینه وګوماري او د باور رایې د خپلولو لپاره یې ولسي جرګې ته معرفي کړي. که داسې نه کېږي، یا د سرپرستۍ دود نه ختمېږي، نو ښایي خلک یو ځل بیا ناهیلي شي او د ملي یووالي حکومت ناکامه نسخته د خلکو له غبرګون سره مخ شي. د سرپرستۍ په دوام به حکومت همداسې په ټپه ولاړ وي، فساد به روان وي، د خلکو چارې به ځنډېدلې او سرپرست وزیران به له مسوولیتونو تښتي.
د هېواد پارلمان ته هم په کار ده چې پر حکومت د سرپرست وزیرانو د معرفي کولو لپاره فشار راوړي او له دوی وغواړي چې سرپرست وزیران ژر تر ژره د باور رایې خپلولو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي. ولسي جرګه دې هم د ملي مسوولیت په پام کې نیولو سره وړ او په کار پوه کسانو ته د باور رایه ورکړي، څو په حکومت کې تحرک رامنځ ته شي او روان ساکن وضعیت پای ومومي.