کورنیو چارو وزارت وايي، سر له نن څخه د تورو ښیښو شخصي او دولتي موټرو ته په کابل ښار کې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي. د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې سر له نن څخه به دغه راز بې اسنادو او بې جوازه موټرو ته هم اجازه نه وي. دغه وزارت ویلي، چې د موټرو په باډۍ یا شاتنۍ برخه کې د ساتونکو کېنول او په غیررسمي وخت کې د دولتي موټرو ګرځېدا هم منع ده. د کورنیو چارو وزارت د پخوا په څېر ویلي چې د تازه اعلان شویو مقرراتو د سرغړونکو په وړاندې به جدي اقدامات وشي. کابل ښاریان وايي چې د تورو ښیښو او بې نمبر پلېټه موټرو تګ راتګ او د بې جوازه وسلو ګرځول په کابل او نورو ښارونو کې د نا امنیو او تښتونو لپاره لار هواره کړې ده.