ننگرهار ولایت د افغانستان له ختيځو سرحدي ولايتونو څخه دى چې په ختیځ کې له پښتونخوا، په شمال کې له کونړ او نورستان، په شمال لوېدیځ کې له لغمان، په لوېديځ کې له کابل، لوگر او پکتیا او په سوېل کې بیا له خیبر پښتونخوا سره گډه پوله لري. د اټکل له مخې، دا ولايت له کابل څخه وروسته د هېواد گڼ مېشتی ولايت گڼل کېږي، چې د وگړو شمېر يې له دری میلیونو هم پورته دی.
ننګرهار د افغانستان په ختيځ کې د ختيځ طول البلد د ۷۰ درجو او ۲۸ دقيقو او د شمالي عرض البلد د ۳۳ درجو او ۵۶ دقيقو تر منځ پروت دى، چې د سمندر له سطحې څخه يې لوړوالى ۵۹۹ متره او پراخوالى يې ۷۹۱۶ كيلومتره مربع دى او مرکز يې جلال اباد ښار دی.
ننګرهار ولايت، چې د تاريخي ځانګړنو، اوبو او هوا (اقليم)، مېوو، حاصلاتو او طبيعي مناظرو له امله يې د هېوادوالو پاملرنه ځان ته را اړولې، د شمال له خوا څخه يې يو څه برخه د کونړونو او يو څه يې په لغمان ولايت پورې نښتې ده، د لوېديځ له خوا په کابل او لوګر ولايتونو پورې تړلې او د سوېل(جنوب) خواته يې سپين غر له پکتيا او کوزې پښتونخوا څخه بېلوي.
د ننګرهار ولايت ختيځه او سوېل ختيځه خوا له ډېورنډ کرښې سره ګډه پوله لري. د ننګرهار د تودوخې منځنۍ كچه په اوړي کې تر ۴۵ سانتي ګرېډ درجو او په ژمي كې تر مثبت ۲ سانتي ګرېډ درجو پورې رسېږي، مديترانه يي اقليم لري، په ژمي كې يې د اورښت كچه تر ۲۴۲- ۳۹۰ ملي مترو پورې رسېږي.
له خوګياڼو، حصارك، سپين غره او كشمونډ غرونو پرته په معمول ډول د ننګرهار په نورو سيمو كې واوره نه اوري، د نوموړو سيمو هوا په دوبي كې معتدله او د نورو سيمو هوا معمولاً توده وي.
له ننګرهاره د غرونو لړۍ راتاو ده، شمال لور ته يې د هندوكش د غره هغه فرعي لړۍ چې د پردم له غاښي راپیلېږي او په ګمبيري دښتې پاى ته رسېږي. په همدغو وروستيو برخو كې د كوز كونړ او كشمونډ د غره په نامه يادېږي. سوېل لور ته يې د سپين غره لړۍ، لوېديځ لور ته يې د تور غره لړۍ او ختيځ لور ته يې د كامې، ګوشتې، لالپورې او له ډیورنډ فرضي كرښې ورهاخوا د مومندو په سيمه کې د هندوكش هغه فرعي لړۍ پرته ده، چې د ختيځ نورستان د دېوانه بابا په ختيځ كې د دورا له غاښي راپیلېږي او تر لواړګي پورې غځېږي.
سپين غر د ننګرهار تر ټولو مشهور اقتصادي غر دى، چې د ننګرهار په سوېل ختيځ كې پروت دى، د پېښور ښار د لوېديځ له ۴۸ كيلومترۍ څخه پيل او مخ پر لوېديځ د لوګر تر بريد پولو رسېږي. سپين غر لوګر ولايت او د کوزې پښتونخوا تېرا سيمه له ننګرهار څخه بېلوي. د دغه غره اوږدوالى ۱۸۰ كيلومتره، منځنى لوړوالى يې ۳۵۰۰ متره دى او لوړه څوكه يې سېكارام نومېږي، چې ۴۷۵۵ متره لوړوالى لري. د سپين غره ځينې څوكې د كال په زياتره موسمونو كې له واورو ډكې وي، د سپين غره لمنې ښكلې او ښېرازه ځنګلونه لري. ځينې مهمې درې يې، باندر دره، عبدالخېلو تنګى، پېښې تنګى، مامنددره، كوټ دره، د هسكې مېنې جو دره او غوښت دره، پچير او اګام دره او داسې نورې دي.
همدارنګه تورغر د ننګرهار دويم ستر غر دى، چې د ننګرهار لوېديځ لور ته له درونټې پيل او د كابل تر ختيځ پورې رسېږي. د تور غر اوږدوالى هم تقريباً ۱۵۰ كيلومتره او لوړه څوكه يې ۴۱۶۷ متره لوړوالى لري، تور غر د سپين غر برعكس ځنګلونه نه لري.
ننګرهار ولايت له سره روده پرته نور سيندونه نه لري، خو سور رود هم تل بهاندې اوبه نه لري، يوازې په پسرلي كې او كله كله د سېلابونو اوبه لري. سور رود د سپين غره له غوربند غاښي څخه سرچینه اخلي او د خپل بهير په اوږدو كې ورسره له ښي لوري د وزيرو خوړ، د حصارك، ماماخېلو او مركي خېلو خوړونه په فتح اباد كې يو ځاى کېږي. سور رود له غوربنده مخ په شمال بهېږي او تر درونټې لږ وركوز له كابل سيند سره، چې د درونټې له برېښنا بند څخه ننګرهار ته ورتويېږي، يو ځاى کېږي. د کونړ سيند يوازې د کوز کونړ، كامې، ګوشتې او لالپورې ولسواليو اوبي ځمكې خړوبوي.
ننګرهار د كابل – پېښور تر منځ پر لويه ټرانزیټي لاره پروت دى، له درونټې تونله د ډیورنډ له فرضي كرښې تر تورخم بندره ۹۲ كيلومتره واټن دى، همدې ټرانزيټي لارې په ننګرهار كې د كار پيدا كېدو ښه امكانات رامنځته كړي او په دې توګه يې د هېواد او په ځانګړي ډول د ختيځو ولايتونو په اقتصاد كې خورا فعاله ونډه اخيستې ده.
سوداګري په ننګرهار کې د ژوندانه تېرولو تر ټولو ښه وسيله ده، د ننګرهار ځينې سوداګر پر هېوادنيو سوداګريو سربېره پر نړيوالو سوداګريو هم بوخت دي. نړيوال سوداګر د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو؛ لكه، چين، جاپان، ازبکستان، ترکمنستان، هند، پاکستان او نورو څخه د خپلو شركتونو له لارې مالونه راوړي. دا وړ سوداګر لږ دي. د غلې دانې، څارويو، لرګيو او دې ته ورته شيانو واړه سوداګر په كور كلي کې ګرځي، د خپلې سوداګرۍ توکي اخلي او ښارونو ته يې وړي. واړه سوداګر يې له شاوخوا ولايتونو څخه هم د خپلې سوداګرۍ وړ توکي پېري دا سوداګر بيا په جلال اباد، کابل، مزار، پېښور او نورو ښارونو کې دغه توکي پلوري.
تر اوسه په ننګرهار ولايت كې لږ شمېر طبيعي زېرمې تثبيت شوې دي، چې راسپړل يې دوام لري. د يادولو وړ طبيعي زېرمې يې د ډبرو سكاره او مرمر دي. د ننګرهار د خوګياڼو د مرمرو كانونه ډېر مشهور دي، چې له تېرو څو كلونو راهيسې يې راويستنه دوام لري.
ننګرهار ولايت د صنعت لپاره غوره چاپيريال لري؛ ځکه چې اقليم يې ټول کال د کار کولو لپاره وړ دی او د هېواد د نورو سيمو په پرتله د پاکستان د کراچۍ له سوداګريز بندر سره لږ واټن لري. د افغانستان د اوسمهال ملكي وېش او اداري تشكيل له مخې، ننګرهار لومړى درجه ولايت دى، چې جلال اباد ښار يې اداري مركز دى. جلال اباد ښار نه يوازې د ننګرهار، بلكې د ختيځو څلور واړو ولايتونو يوازينى لوى ښار دى، چې د ژوندانه د اړتيا وړ زياتره توكي له همدې ښاره پېري. په ننګرهار کې يو شمير لويې او وړې فابريکې شته چې سلګونه تنه ځوانان او ښځې پکې په کار بوخت دي، لکه د ماربلو څو لويې فابريکې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې موجودې دي، چې د هېواد بېلابېلو سيمو ته ترې ماربل انتقاليږي. دغه فابريکې د ٢٠٠٣ ز کال په اوږدو کې جوړې شوې، چې لا هم فعاليت کوي. په دغه ولايت کې د ارمونه يي لوښو يوه فابريکه موجوده ده چې پکې دېګ بخارونه او نور ګڼ لوښي جوړېږي. همدراز د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د ريکشاوو څو لويې فابريکې موجودې دي، چې تراوسه يې سلګونه عرادې ريکشاوې جوړې کړي او لا هم فعاليت کوي. په دغه ولايت د زردوزۍ يوه لويه فابريکه چې لسګونه ښځې پکې په کار بوختې دي، فعاليت کوي. په يادو فابريکو کې د مريو غاړې، ګنډ افغاني کميسونه او نورې غاړې جوړېږي. همداراز د نشايستې يوه کوچنۍ توليدي فابريکه هم په جلال اباد ښار کې شته، چې ګڼې ښځې پکې پر کار بوختې دي. د کتان او پکولونو يوه ځانګړې فابريکه هم په بهسودو ولسوالۍ کې ده چې لسګونه کسان پکې کار کوي. د مالګې کارخانه هم په ننګرهار کې شته، د څپليو يوه کوچنۍ فابريکه شته او همداراز يو شمېر نورې وړې فابريکې هم موجودې دي.
ننګرهار ولايت ۲۲ ولسوالۍ لري او د کليو او پراختيا رياست شمېرو له مخې، ۱۲۹۱ لوی او کوچني کلي لري، خو د کرنې او مالدارۍ رياست د معلوماتو له مخې، ننګرهار ولايت ۹۹۲ لوی او ۱۶۱ کوچني کلي لري، چې جلال اباد د افغانستان له پنځو لويو ښارونو څخه شمېرل کېږي او د نفوس د تراكم له مخې، يو ګڼ مېشته ولايت دى. د ولسواليو نومونه يې په دې ډول دي: اچين، بټي کوټ، چپرهار، هسکه مېنه، ښېوه، خوګياڼي، شېرزاد، پچيراګام، حصارک، کوټ، نازيان، سپين غر، غني خېل، ګوشته، مومندره، لعلپوره، بهسود، سره رود، دره نور، دوربابا، رودات او کامه.
په ننګرهار کې رسنيزو فعاليتونو هم د پخوا په پرتله وده کړې ده، په دغه ولايت کې لکه د نورو ولایاتو په شان دولتي او خصوصي رسنۍ خپل فعالیت لري.
په ننګرهار کې کلتوري هلې ځلې له پخوا پيل شوې دي او دا مهال ګڼ شمېر ادبي او فرهنګي ټولنې پکې موجودې دي.
په ننګرهار کې هر کال د نارنج ګل دوديزه مشاعره او مېله ترسره کيږي، چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ورته شاعران، ليکوال او فرهنګپال راځي. دغه مشاعره شاوخوا نيمه پېړۍ لرغونتوب لري، چې لا هم په هر پسرلي کې نمانځل کېږي.
ورزش په ننګرهار کې ډېره سابقه لري او له ډېر پخوا څخه په ياد ولايت کې مينه وال لري او لاهم ترسره کېي، په دغه ولايت کې ورزشي کلبونه موجود دي، چې ځوانان په بېلابېلو ورزشي څانګو کې روزي، لکه کرېکټ، واليبال، فوټبال، بوکسېنګ، کيوکېشن، تکواندو، کانفو توا، باسکېټبال، د بدني ښکلا لوبه، غېږه نیول او داسې نورې ګڼې لوبې شته، چې ځوانان پکې د مجربو استادانو له لوري روزل کيږي. همداراز په لرې پرتو ولسواليو کې يو شمېر نورې لوبې هم شته، چې ځوانان پرې بوخت دي.
په ننګرهار کې تر اوسه پورې څه باندې ٨۸۰ تعليمې موسسې فعاليت کوي، چې پکې په زرګونو زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
دا چې ننګرهار د هېواد له سمسورو ولايتونو څخه دى، نو ډېرى خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، په ډېریو ولسواليو کې يې اوبه پرېمانه دي چې پراخو کرنیزو تولیداتو ته یې زمینه برابره کړې ده. په سبزيجاتو او غلو دانو کې دغه توليدات لري: بادرنګ، روميان، پياز، تورۍ، بېنډۍ، کدو، ګلپي، مولۍ، الو، کچالو، غنم، وريجې، جوار، ږدن، وربشې او داسې نور.
په دغه ولايت کې د ستروسو کورنۍ ښه حاصل ورکوي، چې د ننګرهار د ناوې پراختيا پروژه يې ښه بېلګه ده. همدارنګه په دغه ولايت کې هندواڼې، انګور، زردالو، شفتالو، الوچې، امروت، خټکي او داسې نور ښه توليدات لري او په وچو مېوو کې جلغوزي، بادام، چهارمغر او داسې نور لري.
په ننګرهار کې د اوبو لوى بند درونټه ده، چې شاوخوا درې مېګاواټه برېښنا يې توليد کړې ده. دغه بند لسګونه کاله پخوا د يوې روسي کمپنۍ له لوري جوړ شوى، چې اوس هم فعاليت کوي.
د زيړي بابا بند چې په ښېوې ولسوالۍ کې موجود دى، دغه بند په ١٣٨٥ لمريز کال کې يې د جوړېدو چارې بشپړې شوې، دغه بند د کوزکونړ ولسوالۍ په زرګونو جرېبه ځمکه خړوبه کړې ده.
د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بودايانو لرغوني معبدونه او آثار لا هم پر ځای پاتې دي. سراج العمارات، امان الله خان مزار، پاچاخان او داسې نورو مزارونه هم پکې موجود دي.
په ننګرهار کې يو موزيم موجود دى، چې د هډې موزيم په نوم ياديږي. دغه موزيم د ننګرهار د اطلاعات او کلتور د رياست په چوکاټ کې دى. دغه موزيم ډېر لرغونتوب لري، چې د کورنيو جګړو په ترڅ کې څو ځله وران شوى او بيا لږ لږ جوړ شوى دى چې اوس هم ډېره توجه نه ده ورته شوې او کومه ځانګړنه نه لري.