په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستیال دای بينګ د سپتمبر په شپږمه نېټه د سوله ييز کلتور په لوړ پوړي فورم کې وينا کړې او ويلي يې دي، که مونږ سوله غواړو، نو د هر هېواد ملي حاکميت ته بايد درناوی وکړو.
نوموړي ياد فورم، چې منځپانګه يې د سولې پر ټينګښت ورټوله وه، په اوسنيو نړيوالو حالاتو کې ډېر مهم بللی دی.
دای بينګ د سولې ټينګښت په پار درې فقره ييز دريځ څرګند کړی دی.
۱ـ مونږ بايد لومړی د هر هېواد ملي حاکميت ته درناوی وکړو او په نړيوالو چارو کې بايد د اړوندو هېوادونو د رهبرۍ پر اصولو ټينګار ولرو.
۲ـ مونږ باید د پرمختګ له لارې د سولې پر ټينګښت ټينګار ولرو او د دايمي سولې بنسټ بايد لا ټينګ کړو.
۳ـ مونږ باید د ټولشموله تمدن د ابادۍ د پياوړتيا او د سوله ييزې کلتوري فضا د برابرولو لپاره هڅې وکړو.
(غاټول)