د اسیا جام سیالیو په لړ کې هند او افغانستان په لومړي پړاو کې په مساوي ډول هغه لوبډلې وې، چې د ګروپ خپلې داوړه لوبډلې یې ماتې کړې وې او دویم پړاو ته یې پرته د کومې لوبې بایللو لار موندلې وه، چې هند په خپل الف ګروپ کې د پاکستان او هانګ کانګ لوبډلو ته ماتې ورکړه او افغانستان په خپل ب ګروپ کې سریلانکا او بنګله دیش ته ماتې ورکړه. په دویم پړوا کې افغانستان هم د هندوستان په څېر خپلې دواړه لوبې بایلودې، چې په دې سره یې د مخته تګ چانس هم له لاسه ورکړ. د ۲۰۲۲ کال اسیا جام سیالیو پایلوبې ته لومړی د سریلانکا او دویم د پاکستان لوبډلې لار ومونده. نن ورځ د هند او افغانستان لوبډلو ترمنځ د څلور قوي لوبډلو پړاو پاتې یوه لوبه ترسره کیږي، چې افغان لوبډلې ته یې ګټل یوازې دومره مهم دي، چې په روانو سیالیو کې دریم مقام خپل کړي. د پاکستان او سریلانکا ترمنځ به لومړی د څلور قوي لوبډلو پړاو پاتې یوه لوبه ترسره شي او بیا به د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۱مه نیټه د دواړو لوبډلو ترمنځ د اسیا جام ۲۰ اوریزو سیالیو پایلوبه هم ترسره شي.