څېړونکي وايي، د مېرمنو د شامعې (بوی) حس او د هغوی ټولنیزې اړیکې یو له بل سره اړیکه لري. دوی په یوه تازه څېړنه کې موندلې؛ هغه مېرمنې چې د بوی حس يې کمزوری دی او د عطرو او یا هم د ګلونو د ډولونو بوی سره نه شي بېلولی؛ په ټولنیز ژوند کې يې دوستان کم دي او له خپلو خپلوانو سره يې هم اړیکې سستې دي. دا څېړنه په امریکا کې د یو غیر انتفاعي څېړنیز مرکز له لوري په ۳۰۰۵ او مېرمنو چې عمرونه يې له ۵۷ تر ۸۵ کلونو پورې وو، تر سره شوې ده. څېړونکو د مېرمنو د بوی حس ته نمري ورکړې دي او د هغوی د ټولنیز ژوند په اړه يې هم مالومات راټول کړي دي. له دې وروسته دوی د ګډونوالو د بوی د حس نمرې د هغوی د ټولنیزې راشه درشه له نمرو سره پرتله کړې او دې پایلې ته رسیدلي، چې هغه ښځې چې د بوی کمزوری حس يې درلود، په ټولنیز ژوند کې یې هم دوستان کم وو او له خپلو خپلوانو سره يې هم راشه درشه په میاشتو او کلونو وه.