د کونړ ولایت په مرکز اسعداباد کې د نږدې ۳۰ ميليونو افغانيو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دغو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار، د کونړ والي او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ویلي، د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د احاطې دېوال چې د هندوستان د ۲۶،۱ میلیونو افغانیو په لګښت او په مرکز اسعداباد کې د ديني مدرسې ودانۍ چې د کرکېټ بورډ په ۳،۹ ميليونو افغانیو لګښت جوړې شوې، ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
میرزکوال زیاته کړې، سږ کال به د ولسمشر د ژمنې پر اساس په کونړ ولایت کې د لسګونو ښوونځیو لپاره اساسي ودانۍ جوړې کړي.
د سید جمال الدین افغان پوهنتون رييس محمد ګلاب عمري ویلي، تر اوسه يې پوهنتون احاطه نه لرله چې له امله يې دوى له ډېرو ستونزو سره مخ وو چې اوس یې دغه ستونزه حل شوې ده.