د ننګرهار کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې له خوا سږ کال د دغه ولایت په اچین، کوټ، رودات، خوګیاڼي، شېرزاد او چپرهار ولسوالیو کې د مالټې، لیمو، املوکو، شفتالو، مڼې، چهارمغز، ناک، الوچې او ګیلاس ۹۶۰ جریبه نوي بڼونه جوړېږي چې په دغو بڼونو کې به ۱۳ زره او ۹۹۸ تصدیق شوي نیالګي کېنول شي.
چارواکو ویلي، د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژه «CBARD» پر دې سربېره چې کروندګرو ته به تصديق شوي نيالګي ورکړي، له هغوی سره د باغونو په نقشې اچولو، د اوبولګولو د سيسټم په جوړولو او د بڼوالۍ د مديريت اړوند ځينو نورو برخو کې هم تخنيکي او فني مرستې کوي.
دوی دغه راز ویلي چې د مېوو نوي بڼونه جوړول په دې ولایت کې د بڼوالۍ په برخه کې لوی پرمختګ دی.