پاکستان وایي د سولې هوکړه به ددوی په حضور کې لاسلیکېږي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي چې د سولې په برخه کې اوسني پرمختګ ته رسېدل د پاکستان له همکارۍ پرته ناشوني وو. دده په وینا د پاکستان په هڅو طالبانو خبرو ته غاړه کېښوده او د پاکستان په هڅونه امریکا له طالبانو سره بیا ځلې خبرې پیل کړې. قریشي همدا راز زیاته کړې چې تر دې مهاله یې د افغانستان د سولې په مسئله کې مهم ګامونه اوچت کړي دي او له دې وروسته به د بین الافغاني خبرو په پیل او پایلې ته رسېدو کې هم همکاري کوي. نوموړي دا هم ویلي چې له امریکا سره د سولې هوکړه به د پاکستان په حضور کې لاسلیکېږي.