افغانستان په سخت حالت کې دی او روان بدلونونه به زموږ په برخلیک کې خورا مهم رول ولري. په دغو بدلونونو کې د دولت د مقننه ځواک په توګه د پارلمان رول بیخي مهم دی. د دې تر څنګ د حکومت کړنې او پرې د مقننه ځواک څار او ډېرې نورې چارې دي چې د پارلمان رول پکې خورا مهم دی او د خلکو او هېواد په ګټه ډېر څه کولی شي.
خو ایا زموږ پارلمان خپله دنده تر سره کوي؟
زموږ ملي شورا دوې برخې لري، زه دلته پر مشرانو جرګې ډېرې خبرې نه کوم، یوازې همدومره وایم چې مشرانو جرګه د ولسمشر د یوه سکرتریت په شان عمل کوي او هر قانوني او ناقانونه کار چې ولسمشر یې غوښتنه وکړي، دوی یې کوي. د دې تر ګردو ستر لامل دا دی چې ولسمشر په ناقانونه ډول انتصابي سناتوران معرفي کړي او څوک چې د ولسمشر د خوښې خلاف کار وکړي، نو له سناتورۍ یې په ناقانونه ډول لرې کوي. دغه راز د ولسمشر او د مشرانو جرګې د مشر تر منځ د جرګې پر ریاست معامله او د مسلمیار لپاره د مخالفینو ځپل خو هغه څه دي چې خپله ولسمشر پرې اقرار کړی دی.
ولسي جرګه هم له بده مرغه له پیله تر اوسه ډېره کمزورې ده. نه یوازې دا چې کوم مهم او ګټور کار یې نه دی کړی، بلکې داسې چلند کوي لکه افغانستان چې بیخي ولسي جرګه ونه لري. په حکومت کې ناقانونه کړنې، فساد، د ادارو تخریب، د ادارو ګډول او جلا کول، په قوانینو ملنډې، د شخصي ګټو لپاره د واک کارول او نورې ګډوډۍ بیخي چیغې وهي، خو ولسي جرګه پرې چوپه خوله ده. د قوانینو د ښکاره حکمونو خلاف ولسمشر د ملي یووالي په حکومت کې تر نیمايي ډېر وزیران تر پایه سرپرستان وساتل، خو ولسي جرګې هېڅ جدي غبرګون ونه ښود. اوس هم ولسمشر کار پیل کړی، ډېر وخت تېرېږي، لا هم حکومت سرپرستان اداره کوي او ولسي جرګه هم پر حکومت داسې فشار نه راوړي چې کاندید وزیران ور معرفي کړي، څو د باور رایه واخلي. اوس چې ولسمشر لګیا دی، ځینې سرپرستان او کاندید وزیران ټاکي، ښکاري چې اصلاً د ولسي جرګې په اړه فکر نه کوي. نوې ګومارنې دردوونکې دي، څوکۍ پر داسې کسانو ویشي چې یا خو د غلا او فساد مخینه لري او آن ځینې یې په څارنوالۍ کې اوس هم دوسیې لري او یا بیا داسې دي چې نه زموږ پر ملي او رسمي ژبو پوهیږي او نه هم زموږ له فرهنګ، ارزښتونو، واقعیتونو او جغرافیې سره اشنايي لري. اوس د دې وېره هم شته چې همدا ډول خلک به ولسي جرګې ته ورځي او هلته به وکیلان د فساد یا بې پروایۍ او سیاسي لاملونو له امله همدغو کسانو ته مثبتې رایې ورکوي او باور به پرې کوي.
د دې تر څنګ د سولې او جګړې په ګډون د افغانستان په مهمو او لویو مسایلو کې د ولسي جرګې نه غږ شته او نه هم دریځ. ولسي جرګه داسې ده لکه چې دا مسایل هېڅ په دوی پورې نه اړوندېږي او یا هم وکیلان پر خپلو سوداګریو او نورو معاملو بوخت وي. له بده مرغه د دې ناکاره او بې غږه او به دریځه ولسي جرګې او په ټوله کې ناکاره ملي شورا زیان افغانستان او افغانانو ته اوړي او د دې شورا غړي فکر کوي چې دوی له دغو زیانونو خوندي دي، خو دوی هېروي چې هېڅوک له دې زیان څخه خوندي نه دي.