هرات د هېواد په لوېديځ کې پروت او لومړۍ درجه ولايت دی، چې د لوړو منارو، تاريخي سيمو او اثارو د درلودو له امله يې خورا شهرت موندلی دی. دغه ولايت د عرض البلد په ٦٣مه او د طول البلد په ٤٣مه کرښه کې پروت دى. د هرات شمال ته بادغيس او د ترکمنستان جمهوريت، سوېل ته يې فراه، ختيځ ته يې د غور ولايت او لوېديځ ته يې د ايران اسلامي جمهوريت پراته دي. د هرات د وګړو شمېر په ۱۳۸۸ لمريز کال کې ١٦٧٦٠٠٠ تنه اټکل شوى او مساحت يې ۵۵۸۶۸،۵۳ کيلومتره مربع دی.
هرات لرغونی او تاريخي ښار دی چې په تاريخ کې په بېلابېلو نومونو ياد شوی او د اسلام ستر مرکز هم پاتې شوی دی. هرات په ۱۲ ناحیو او ۱۵ ولسواليو وېشل شوی. شينډنډ، انجيل، غوريان، ګذره او پښتون زرغون يې لومړۍ درجه او اوبه، کرخ، کشک، ګلران، کهسان، زنده جان او ادرسکن يې دويمه درجه او کشک کهنه، فارسی او چشت شريف يې درېيمه درجه ولسوالۍ دي. مهم قومونه يې پښتانه، تاجک، هزاره، ترکمن، ازبک او ايماق دي. په يوولس سرحدي ولسواليو کې يې د پښتنو نفوس زيات دی.
په دغه ولايت کې ٢٦٥١ کلي شته او په ټولو هغو کې د ملی پيوستون شوراګانې فعاله دي. هرات د سلما په نوم يو د اوبو بند لري چې د هريرود په سيند جوړ شوی او په چشت ولسوالۍ کې موقعيت لري. دغه بند د ۴۲ مېګاواټه برېښنا ظرفيت لري، چې په جوړېدو سره به يې نه يوازې هرات او ګاونډي ولايتونه روښانه کړي، بلکې ۲۰۰ زره جريبه ځمکه به هم خړوبه کړي.
په هرات کې شعر او ادب د خلکو په طبيعت کې نغښتی او له همدې امله کلتوري او فرهنګي فعاليتونه هم په کې پراخ دي. له لرغونو زمانو څخه هرات د علم او ادب زانګو ده او په خپله غېږه کې يې ډېر ادبيان او شاعران روزلي دي. دغه ولايت يو مهال د سکندر مقدوني پلازمېنه وه. د هرات د ارګ يا اختيارالدين کلا يې د هماغه مهال د عظمت نښه ده.
ستر شاعر او صوفي خواجه عبدالله انصاري، عبدالرحمن جامي او نور هم د هرات د فرهنګي مخينې ښې بېلګې کېدای شي. اوس هم په هرات کې ډېر شاعران، سندرغاړي، ليکوالان او نور شته. ډېرې ادبي، هنري او فرهنګي ټولنې لکه انجمن ادبی هرات، استاد مشعل، پير هرات، انجمن شعر و ادب، انجمن هنری استاد کمال الدين بهزاد، انجمن اجتماعی خواجه عبدالله انصار، اتحاديه مردم غور، اتحاديه اجتماعی ترکمنان، اتحاديه جوانان، اجتماع اخلاق و معرف، انجمن اجتماعی فرهنګی احمدشاه مسعود، انجمن نهضت جوانان، د سپينې ادې کلتوري ټولنه، د ملالۍ کلتوری ټولنه، د ور ادبي ټولنه، د محصل فرهنګي او اجتماعي ټولنه، د شينډنډ د قلموالو ټولنه، د مشرقي ټولنيزه شورا، د مومندو ټولنه، د وردګو ټولنه، د ميدانيانو ټولنه او د افغانانو ټولنه يې فعالې ادبي ټولنې دي. هرات له تاريخي پلوه خورا غني ولايت دی چې له همدې امله يونسکو د نړۍ په فرهنګي ميراث (زر ښاره زر ژونده) پروګرام په نوملړ کې هم شامل کړی دی.
پل مالان، د هرات مصلی، د خرقې مبارکې جامع مسجد، د هرات ارګ يا د اختيارالدين کلا، د هرات مسجد، د پير هرات، شارخ ميرزا، د مولانا، جامي، امام فخر رازي، شهزاده قاسم، شهزاده عبدالله، سلطان آغا، خواجه غلطان ولي، ملا واعظ کاشفي، خواجه عبداله انصاري، ملا ناسفنج او سيد عبدالله مختار مقبرې، د هرات منارې او ګوهرشاد بېګم مسجد د دغه ولایت له تاريخي سيمو څخه دي.
هرات د تاريخ په اوږدو کې په خپله علم پروره غېږ کې ډېر نوميالي روزلي دي. خواجه عبدالله انصاري، عبدالرحمن جامي، امام فخر راضي، خواجه غلطان ولي، مير عبدالواحيد شهيد، سلطان حسين بايقرا، ملکه ګوهرشاد بيګم، مهری هروي، سپينه ادې، فضل حق خالقيار، کمال الدين بهزاد، عبدالواحيد بهره، ميرويس صادق، امان الله خان نيکزاد، مولوي خدايداد صالح، امير اسمعيل خان، رنګين دادفر سپنتا، امينه افضلي، ډاکټر همايون عزيزي، خيرمحمد خيرخوا، سيد محمد خيرخوا، ډاکټر محمد داود شاه سبا او نور يې مشهور خلک دي.
د هرات لرغونې چاپي ورځپاڼه د اتفاق اسلام په نوم ده، چې ۹۵ کاله وړاندې يې لومړنۍ ګڼه له چاپه را ووته. دغه راز اوسمهال په ملي راډيو- ټلوېزیون سربېره په کې ډېرې غږيزې، انځوريزې او چاپي رسنۍ فعاليت لري چې دلته یې یادونه کوو: هرات ټلوېزيون، هرې، ساقي، ميهن، آسيا، تابان، اميد، ملت، سيمای غوريان، ترقي او اصلاح ټلوېزیونونه، د هرات، آموزش، د ځوان غږ، هرات کليد، سحر، فرياد، زحل او شهر زاد راډيوګانې هم پکې فعالې دي. دغه راز د اتفاق اسلام او اخبار روز ورځپاڼې، شهرما، معرفت، نسيم ايمان او هريوا مياشتنۍ مجلې هم له هراته خپرېږي.
په هرات کې پر ځايي رسنيو سربېره، ځینې نورې کورنۍ او نړيوالې رسنۍ هم اورېدل کېږي او ليدل کې چې په کې پر پژواک، رويټرز، باختر او نورو مهمو خبري اژانسونو سربېره د طلوع، شمشاد، اريانا، افغان، لمر، ملي او نور ټلوېزیونونه او د ازادي، بي بي سي، المان غږ، ارمان، اراکوزيا، ستا غږ او نورې راډيوګانې هم اورېدل کېږي.
په هرات کې دا مهال ۷۹۱ ښوونځي فعال دي چې ۷۵۰ زره زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي، چې نيمايي هغه يې نجونې دي.
يو دولتي او کابو لس شخصي پوهنتونونه او انسټېټيوټونه په کې فعاليت کوي. دغه راز ۱۵ خصوصي ښوونځي هم په کې فعال دي. په هرات کې ټولټال دولس زره رسمي او کابو درې سوه تنه قراردادي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.
هرات هوار جغرافيايي جوړښت لري او په کې د هريرود سيند د تېرېدو له امله د کرنې لپاره ډېر امکانات برابر شوي. په غرونوکې يې په طبيعي ډول د بادام او پستې ځنګلونه شته، چې د سيمه ييزو خلکو د اقتصادي پياوړتيا مهمې سرچينې دي. غنم، وريجې، جوار، انګور، مڼې، توت، انار او پر ګڼو سبو سربېره زعفران يې مهم کرينز محصولات دي.
په هرات کې لاسي صنايع او سوداګري د خلکو لرغونی دود دی. دغه ولايت تر ميلاد وړاندې هم د ورېښمو د لارې پر سر مهم سوداګريز مرکز و، چې منځنۍ اسيا يې له چين او هغه يې له اروپا سره نښلوله. له لرغونو زمانو څخه يې د کاشي او ښيښې څخه جوړ وسايل په نړيواله کچه شهرت لري، چې ښه بېلګه يې د نړۍ په ځینو مهمو موزيمونو کې په هرات کې د جوړو شويو ښيښه يي او کاشي توکيو ساتل دي.
اوسمهال هم په هرات کې کابو څلور سوه صنعتي فابريکې او صنعتي ښارګوټي شته. په ۲۰۰۱ ز کال کې په دغه جوړ شوي ښارګوټي کې کابو شل زره افغان او ۳۰۰ بهرني کارګر پر کار بوخت وو. صنعتي ښار ګوټی يې د هرات ملکي هوايي ډګر ته مخامخ په ګذرې ولسوالۍ کې د هرات- کندهار پر لوی سړک ودان دی.
هرات له ايران او ترکمنستان سره دوه بندونه او دوه ګمرکونه هم لري. دغه ګمرکونه د اسلام قلعې او تور غونډۍ د بندرونو په نوم يادېږي چې خلکو ته يې په کې د کار روزګار زمينه برابره کړې او له اقتصادي ودې سره يې مرسته کړې ده.
په هرات کې ځوانان په بېلابېلو لوبو بوخت دي، چې تر اوسه په رسمي ډول ۱۵ سپورټي کلپونه له المپيک کمېټې سره ثبت دي. په دغو کمپونو کې د نجونو په ګډون ۱۱ زره ځوانان لوبې کوي. واليبال، باسکېټبال، جدو، د بدن ښکلا، پهلواني، وزلوبه او نورې يې غوره لوبې دي. دغه راز کرکټ، فوټبال، ځغاسته، تکواندو، ووشو، بدمنتون، کانګفو تکواندو، شطرنج، جوجيتسو، هاکي او کيک بوکسينګ لوبو کې هم زرګونه ځوانان بوخت دي.