د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتريش وايي چې له زده کړو د نجونو را ګرځول د توجيه وړ نه دي. ګوتريش نن په يوه ټويټ کې ويلي چې ټول ماشومان د زده کړو حق لري او په وينا یې چې هغوی ته د دې حق په ورکړه کې بايد خنډونه رامنځته نه شي. هغه که څه هم د هېڅ هېواد يا هېڅ ډلې نوم نه دی اخيستی، خو ويلي یې دي چې له زده کړو د نجونو را ګرځول په هېڅ ډول نه شي توجيه کيدای. د يونيسکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټوله نړۍ کې ۱۱۸.۵ ميليونه نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري. ګوتريش زياته کړې چې زده کړو ته د ماشومانو د لاسرسي پراخولو لپاره بايد کوټلي ګامونه واخيستل شي.