نصرت فتح علي خان د قوالي سبک موسیقۍ شهنشا او په سیمه کې مشهور سندرغاړی دی. هغه په ماشومتوب کې د تصوفي حلقو د موسیقۍ پروګرامونو کې له خپل پلار سره برخه اخیسته او همدلته یې له موسیقي سره سترګې او حواس بلد شول. پلار به یې د صوفیانو او مجذوبانو په حلقو کې حمدونه، نعتونه او د الهي مینې سرودونه زمزمه کول. دوی د موسیقۍ یوه ډله لرله، د فتح علي کورنۍ له نږدې شپږ سوه کاله راهیسې د هند په لویه وچه کې د قوالي سبک موسیقۍ سرلارې او پالونکې وه. د نصرت فتح علي پلار نه غوښتل چې زوی یې هم د ده په څېر قوال شي او قوالي موسیقي وغږوي. ده به ویل، خلک هنرمندانو او د ده په څېر هنرپالو ته درناوی نه لري، نو ښه ده چې زوی یې یو بل کار وکړي او خلک ورته درناوی وکړي. ده هیله لرله چې زوی یې ډاکټر یا انجنیر شي چې پیسې هم وګټي او شهرت هم. خو قسمت له نصرت فتح علي سره بل څه وکړل، دی یې د غزل او قوالي موسیقي شهنشا کړ چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته یې غږ ورسېد او د موسیقۍ مینه وال یې په خپل سور تال وزنګول. هغه نړیوال سفرونه وکړل، نړیوالې جایزې یې وګټلې، د خپلې کورنۍ د موسیقۍ دودیز ځای ناستی شو، په امریکا کې یې د قوالي موسیقي درس ورکړ او ټولې نړۍ ته یې د اسلامي تصوف او مذهبي شعر نمونې واورولې.
نصرت فتح علي خان د ۱۹۴۸ ز کال په اکټوبر کې زیږېدلی دی. هغه د تصوفي قوالي موسیقي ستر استاد او د شرقي موسیقۍ علمبردار دی. د اسلامي تصوف ځانګړې موسیقۍ ته یې رنګ او خوند ورکړی دی او بې حده مینه وال لري. ان هغه کسان چې په فارسي یا اردو ژبه پوهېږي هم نه، خو د نصرت فتح علي سبک یې خوښ دی او له سندرو یې خوند اخلي. هغه فوق العاده استعداد او جادويي غږ درلود او کولی یې شوای چې ساعتونه ساعتونه په ژوندۍ بڼه قوالي سندرې ووايي. قوالي سندرې په موسیقۍ کې خورا سخت سبک دی چې پوره وړتیا، رسا غږ، عالي ذوق او سنګینه طبعه غواړي. نوموړی د پاکستان تر ازادۍ او له هنده یې تر بېلتون یو کال وروسته په فیصل اباد کې زیږېدلی دی. خو هغه په سیاسي اړودوړ کې هېڅ رول نه درلود، یوازینۍ مینه یې اسلامي تصوف او موسیقي وه. ده په لس کلنۍ کې په خپل کور کې د موسیقي زده کړه پيل کړه. د طبلې له غږولو یې پیل کړه او ډېر ژر یې په موسیقي کې ځان ورساوه. په پنځلس کلنۍ کې یې له خپل پلار سره د ژوند لومړنی کانسرت ورکړ. موسیقي ته یې ادامه ورکړه، په ۱۹۷۱ز کال کې یې دروند مسوولیت اوږو ته ولوېد او دا چې د خپل پلار تر مړینې وروسته د کورنۍ مشر شو.
د دوی کورنۍ په اصل کې د اوسني هندوستان په جلندر کې اوسېده. د دوی کورنۍ له اسلامي تصوف سره پخوانۍ او ژورې اړیکې لرلې. له کلونو راهیسې د تصوفي حلقو موسیقي دوی غږوله او دا چې په هند کې چشتیه طریقه ډېره عامه شوې وه او موسیقي او قوالي به ډېره غږېده، نو دوی هم له نسبي شهرت برخمن وو. نیکونو یې هم موسیقي ته د یوه مسلک په سترګه کتل او پاللـه یې. نصرت د فتح علي خان پنځم خو لومړی نارینه اولاد و. پلار یې تر ده وړاندې څلور لورانې لرلې او دی یې لومړنی زوی و. پلار یې موسیقي پوه، د هند د لویې وچې ستر استاد او د هنر په برخه کې مشهور سړی دی. د ده تکړه شاګردان معمولاً فتح علي تخلص کوي او د ده کورنۍ خپلو روزلو کسانو ته دا لقب ورکوي.
مخکې مو هم وویل چې د نصرت پلار نه غوښتل دی موسیقي او قوالي ته مخه کړي، هغه به ویل چې اولاد یې باید یو څه محترمانه دنده غوره کړي. د ده په باور، خلک په هند او پاکستان کې موسیقي ته درناوی نه لري، نو هغه خلک هم سپک بولي چې له موسیقي سره راشه درشه لري. غوښتل یې زوی یې انجنیر یا ډاکټر شي، ځکه احساسوله یې چې په دې توګه به یې خلک ډېر احترام کوي او دی به هم یو محترم شخص وي. خو دا مسئله تر ډېره اوږده نه شوه، نصرت چې موسیقي زده کړه، دومره وړتیا یې وښوده چې پلار یې له خپل تصمیم په شا شو او دی یې خپل ځای ناستی وباله.
نصرت فتح علي د موسیقۍ تر څنګ د انساني ژوند، شعر، هنر، تصوف او ژبو زده کړه پيل کړه. ده غوښتل د سیمې ژبې زده کړي، ښکلي شعرونه یې انتخاب کړي او په سندرو کې ترې ګته واخلي. له همدې امله به یې په فارسي او اردو دواړو شعرونه ویلی شوای. په فارسي کې یې د مولانا، خسرو او جامي ډېر شعرونه سندرې کړي دي، خو په اردو کې یې د خورا ډېرو صوفي شاعرانو شعرونه سندرې کړي. پلار یې چې مړ شو، نو ترونو یې مبارک علي خان او سلامت علي خان د ده پالنه کوله. کله چې په ۱۹۷۱ز کال کې مبارک علي خان هم مړ شو، نو د دوی کورنۍ پرېکړه وکړه چې دی به د کورنۍ د موسیقۍ مشر یا رهبر ټاکي. ده هم د شاګردانو روزلو او قوالي غږولو ته مخه کړه. د نصرت فتح علي لومړی نوم پرویز و. د پلار تر مړینې وروسته یې له غلام غوث سمداني سره ولیدل، هغه یې نوم له پرویز پر نصرت واړاوه او دعا یې ورته وکړه چې دی به د قوالي موسیقي ستر استاد شي. ده ته یې زېری ورکړ چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې به یې خلک له غږ او نامه سره اشنا وي. د نصرت فتح علي لومړنۍ سندره چې دی یې د هند او پاکستان په ډېرو برخو کې مشهور کړ، حق علي علي قوالي سندره وه. له همدې ځایه د نصرت د شهرت اوج پیلېږي، تر دې چې پر نړیوالو سټیجونو د موسیقي غږولو لپاره بلل کېږي.
نصرت فتح علي خان په لومړي ځل په ۱۹۸۵ز کال کې په لندن کې پر نړیوال سټېج راڅرګند شو. وروسته یې دوه ځله په ۱۹۸۵ز کال کې او په ۱۹۸۷ز کال کې په پاریس کې د قوالي سندرو او موسیقۍ کانسرټونه ورکړل. په ۱۹۸۷ز کال کې د جاپان د اسیاسي موسیقۍ فیسټوال جوړ شو او نصرت فتح علي خان هم وربلل شوی و چې هلته د خلکو له خورا تاوده هرکلي سره مخ شو. په ۱۹۸۹ز کال کې یې په نیویارک کې د بروکلین موسیقي له بنسټ لیدنه وکړه. هغه په دې موده کې نه یوازې پخپله سندرې ویلې، بلکې د اسیا په تېره د هند او جنوبي اسیا هېوادونو له ډېرو استادانو سره یې اړیکې لرلې او د موسیقي په برخه کې یې همکاري ورسره کوله. اسلم لاهور، لتا منګیشکر، اشا بوسلې او نور هغه مشهور کسان دي چې له نصرت فتح علي سره یې خورا نږدې اړیکې وې.
د ۱۹۹۲ او ۱۹۹۳ تحصیلي کال په جریان کې نصرت فتح علي په امریکا کې و او سیاټل پوهنتون کې یې د موسیقۍ له استادانو او شاګردانو سره ګډ پروګرامونه مخ ته وړل او دوی ته یې د شرقي موسیقي او تصوفي موسیقۍ په اړه معلومات ورکول. په ۱۹۸۸ز کال کې یې د موسیقۍ له مشهور ستوري پېتر ګابرېل سره قرارداد لاسلیک کړ چې له مخې به یې نصرت فتح علي د موسیقۍ پنځه البومونه دوی ته جوړوي. له دې ډلې مست مست، د شپې سندرې او لوړ ستوري هغه البومونه وو چې نصرت فتح علي جوړ کړل او نړیوال شهرت یې پيدا کړ. د دې تر څنګ، نصرت فتح علي په همدې وخت کې د غربي موسیقۍ له مشهورو استادانو سره بلد شو او له دوی سره یې ګډ کارونه وکړل. هغه دودیزه قوالي موسیقي له مډرنې موسیقۍ سره ګډه کړه چې د مخاطبینو له هرکلي سره مخ شوه او ډېر مینه وال یې پیدا کړل. ډېر قراردادونه یې لاسلیک کړل، ډېرو فلمونو ته یې سندرې جوړې کړې او ډېرو سندرو ته یې د موزیک په جوړولو کې همکاري کوله.
خان د نړۍ په کچه د قوالي سندرو مشهوره څېره او جادويي غږ دی. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې ډېرې جایزې ګټلې دي. په ۱۹۵۵ز کال کې هغه د یونسکو د موسیقۍ مشهوره جایزه وګټله. په ۱۹۹۶ز کال کې یې له دې امله د سینما د موترال جایزه وګټله چې د فلمونو په موسیقي جوړولو کې یې مهم رول تر سره کړی و. په همدې کال کې یې د هنر او فرهنګ په برخه کې د جاپان فوکاووکا جایزه هم وګټله. په جاپان کې اوس هم نصرت فتح علي ته د بودا غږ وايي او دا لقب همدلته په جاپان کې د فوکاووکا جایزې د ورکړې پر مهال ورکړل شوی دی. په ۱۹۹۷ز کال کې د ګرمي جایزې ته نوماند شو. دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې دودي او اصیله موسیقي پالي. په ۲۰۰۱ ز کال کې یې د ګینس د ریکارډونو په کتاب کې د تر ټولو ډېرو قوالي سندرو د لرونکي په نامه ثبت کړ. هغه په خپل لنډ ژوند کې د قوالي موسیقي ۱۲۵ البومونه ضبط کړي. په ۲۰۰۵ ز کال کې د برېټانیا له لوري په یوه جوړ شوي فیسټوال کې د اسیايي موسیقۍ د پاللو جایزه هم د ده په نوم شوه. د ټایم مجلې په ۲۰۰۶ز کال کې یوه ګڼه خپره کړه او په هغه کې یې په شپېتو کلونو کې د اسیا اتلان یاد کړي وو چې د نصرت فتح علي نوم هم پکې یاد شوی دی. مجلې دی تر هغه وخته په شپېتو کلونو کې د ۱۲ مفکرو هنرمندانو په کتار کې راوستی دی.
په ۲۰۱۰ ز کال کې د نړۍ په ۵۰ غوره غږونو کې راغلی و. همدا راز سي ان ان په ۲۰۱۰ ز کال کې هغه د تېرو ۵۰ کلونو په ۲۰ غوره موسیقي غږوونکو کې راوستی و. همدا راز یو جي او په ۲۰۰۸ ز کال کې د نړۍ د ټول وخت تر ټولو سترو سندرغاړو لېست خپور کړ چې نصرت فتح علي خان پکې څوارلسم ځای لري. ده نږدې پنځویشت کاله په موسیقۍ کې کار وکړ.
نصرت فتح علي خان عالي سندرغاړی و او په ژوند کې یې ستره ستونزه د چاغښت و. هغه له دې درکه ځورېده او په کارونو کې یې ستونزې ورته جوړې کړې وې. یو وخت ناروغ شو او د دې اړتیا شوه چې د بډوډو عملیات وکړي، نو دغه عملیات باید په لندن کې شوی وای. ځینې خو وایي چې د ده وزن ان ۱۵۰ کیلو ته رسېدلی و، ان هغه مهال چې په امریکا کې و څو ځله سخت ناروغ شوی و. دی په لندن کې کروموېل روغتون ته ولېږدول شو او په همدې روغتون کې بستري و چې ناڅاپه یې زړه ودرېد او د ۱۹۹۷ز کال د اګسټ په شپاړسمه یې د مرګ خبر خپور شو. جسد یې فیصل اباد ته ولېږدول شو او زرګونو کسانو یې په جنازه کې ګډون وکړ. د ده مېرمن ناهید د نصرت تر مړینې وروسته کاناډا ته لاړه او هلته په ۲۰۱۳ ز کال کې مړه شوه. دمګړۍ د نصرت فتح علي خان خوریېږ راحت فتح علي خان د دوی د موسیقۍ د کورنۍ ځای ناستی دی چې ښايي ډېر یې له غږ او غزلونو سره اشنا وي.