په کندوز کې د شيرخان بندر ګمرک مسوولین وایي، د دغه سوداګريز بندر په عوايدو کې ۸۸ سلنه زياتوالى راغلی دی. د دغه بندر مسوولین وایي، چې په تېرو شپاړسو میاشتو کې یې شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي. په کندوز کې د شېرخان بندر ګمرک مشر مولوي اسحاق وایي، د سوداګرو لپاره اسانتياوې، له سوداګرو سره همکاري او له تاجکستان سره د اړيکو ښه کول هغه لاملونه دي چې عايد يې زيات شوى دى. خو د کندوز د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین وايي، چې د سوداګرو ویزې پر خپل وخت نه صادریږي، چې دې چارې دوی له ستونزو سره مخ کړي دي. شېرخان بندر د هېواد په شمال کې یو له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه دی چې افغانستان له تاجکستان سره نښلوي.