چين، سعودي عربستان او ايران د مارچ په لسمه په بېجينګ کې درې اړخیزه ګډه اعلاميه خپره کړه.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په وړانديز د سعودي عربستان د ملي امنيت سلاکار مساعد بنمحمد العیبان او د ايران د ملي امنيت عالي کمېټې سکرټر علی شمخاني په جلاجلا توګه د خپلو هېوادونو د پلاويو په مشرۍ د مارچ له شپږمې تر لسمې نېټې پورې په بېجينګ کې خبرې وکړې او دواړو خواوو ددې خبرو د ملاتړ په پار د چين له مشرتابه او حکومت څخه مننه وکړه.
د دې ګډې اعلاميې له مخې، سعودي عربستان او ايران موافقه کړې، چې خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې به بيا پيل کړي او په دوو مياشتو کې به يو بل ته خپل سفارتونه پرانيزي، سفيران به وليږي او د خپلمنځي دوه اړخيزو اړيکو په پياوړتيا به بحثونه وکړي.
درېواړو هېوادونو څرګنده کړې، چې په ټول توان به نړيواله او سيمه ييزه سوله او امنيت تقويه کړي.