امریکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې یې د ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته را ټیټ شوی او پر یو پلان کار کوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې څلور زره نور ځواکونه هم له افغانستان څخه وباسي. د سي ان ان د خبر له مخې، د امریکا دفاع وزیر دا پلان له ناټو سره هم شریک کړی، چې ژر به وروستی شي. په دې ډول به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۴۶۰۰ ته را ټیټ شي. له طالبانو سره د هوکړې له مخې، پاتې ځواکونه هم باید تر راتلونکو لسو میاشتو پورې له افغانستان څخه ووځي.
د امریکايي ځواکونو وتل اوس جدي ښکاري، که پوره وتل په شک کې وي، خو دا ښکاره ده چې دا ځواکونه به تر ټولو کمې کچې ته را ټیټیږي. د امریکايي ځواکونو دا وتل یو ښکاره پیغام لري او هغه دا چې امریکا له طالبانو سره هوکړه تر ډېره عملي کوي یا هم د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ځواکونه وباسي او یا یې هم کموي. اوس مهمه دا ده چې له امریکايي ځواکونو د پاک افغانستان په اړه فکر وشي او ټولې هڅې پر دې را ټولې شي چې له امریکايي ځواکونو وروسته افغانستان د سولې، امن او ثبات په لوري ولاړ شي. له بده مرغه د دې لپاره کومې پیاوړې هڅې او کار نشته. د افغانستان حکومت هېڅ پلان نه لري. ولسمشر غني د دې پر ځای چې پر یوه بنسټیز حل فکر او کار وکړي، وايي چې د امریکايي ځواکونو وتل به تر افغانستان ډېر امریکا ته زیان ورسوي. امریکا پوهیږي چې د ځواکونو وتل یې څه پایلې لري، هغوی به خپل کار کوي، خو د حکومت د مشر په توګه اشرف غني ته پکار ده چې د افغانستان د ګټو په اړه فکر او کار وکړي، نه د امریکايي ګټو او زیان په اړه. امریکايي ځواکونه وځي او د اشرف غني او ملګرو په غوښتنه یې نه پاتې کېږي. اوس نو پکار ده چې د هغوی د پاتې کېدو غوښتنه هېره شي او پر سوله او جوړجاړي تمرکز وشي.
د امریکايي ځواکونو له وتلو مخکې که سوله ونه شي او جګړه دوام وکړي، پایله معلومه ده او هغه دا چې حکومت دوام نه شي کولی. پر دې ولسمشر غني پوهېږي او خپله یې هم دا خبره کړې چې حکومت به یې له امریکايي ځواکونو پرته څو میاشتې دوام وکړي، نو چې کله خبره داسې ده، پکار ده چې اصلي تمرکز پر سوله وشي. د حکومت سقوط او نړېدل د هېچا په ګټه نه دي. آن که طالبان هم له خبرو، پخلاینې او سولې پرته حکومت نیسي او اوسنی حکومت سقوط کېږي، دا حالت د طالبانو په ګټه هم نه دی. له همدې امله نړېدل او سقوط د هېڅ افغان لوري او افغانانو په ګټه نه دي. وېره دا ده چې که د امریکايي ځواکونو له وتلو وړاندې خبرې ونه شي، ښکېل لوري پر یو نظام هوکړه ونه کړي او یو داسې توافق رامنځ ته نه شي چې ټول لوري پکې شریک او خوشاله وي، نو بیا د سقوط او هغه حالت وېره ډېره ده چې هېڅ افغان یې نه غواړي. له همدې امله پکار ده چې ښکېل لوري له اوسني فرصت نه ګټه واخلي. سرې کرښې، خنډونه او شرطونه لرې کړي، خبرې وکړي او یوې هوکړې ته ورسیږي. څومره چې غوره او د افغانانو په ګټه توافق وشي، ښه دی، خو تر سقوط او نړېدو نسبي بد او هغه توافق هم غوره دی چې موږ پکې لږ زیان وکړو او یو څه له لاسه ورکړو؛ ځکه چې په سقوط کې هر څه له لاسه ورکوو.